Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزى: د دواړو کانديدانو موافقه “تقريبا نهايي شوې”

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي له عبدالله عبدالله و اشرف غني احمدزي سره تر جلا، جلا کتنې وروسته هيله من دی، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به دواړه کانديدان وروستۍ موافقې ته سره ورسېږي.

له ارګ  څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې ويل شوي ، چې د نن په خبرو کې يې په دواړو کانديدانو کې “د همکارۍ، شوق او د تفاهم د هيلې فضا ډيره ښه وموندله.”

کرزي دا خبرې د علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې کړې دي.

ولسمشر ويلي: “انشاالله په راتلونکو يوې يا دوو ورځو کې به موضوع حل او د دوی ترمنځ به شوې موافقه نهايي شي چې تقريبا نهايي شوې هم ده.”

د عالمانو سراسري شورا هم پر دواړو کانديدانو غږ کړى، چې اختلافات د مذاکرې له لارې حل او ډير ژردې د ملي وحدت حکومت جوړ کړي.

کرزي ويلي: “د علماوو نننى تشويق او توصيه به حتمن موضوع چټکه کړي.”

د علماوو شورا په خپله مصوبه کې ويلي: “عبدالله و احمدزى بايد  له دې زيات د افغانستان اتل او مسلمان ملت په انتظار کې پرې نږدي.”

ولسمشر کرزي په دې وروستيو کې څو ځلې د ټاکنيزو جنجالونو د حل په موخه له دواړو کانديدانو سره کتلي او هغوى يې هڅولي ، چې د ګډ حکومت جوړولو لپاره يوې موافقې ته سره ورسېږي.

خو تراوسه دغو کتنو د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

دواړوکانديدانو که څه هم د ملي وحدت حکومت پر جوړولو سره موافقه کړې، خو د اجراييوي رياست څوکۍ د صلاحيت پر سر يې تراوسه خبره وروستۍ شوې نه ده.

بلخوا د ټاکنو کمېسيون ويلي، چې ډېر ژر به د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.