ميدانښار ( پژواک ۲۴ وږی۹۳) په ميدان وردګو ولايت کې نږدې ۱۰۰ زره څارويوته د بروسلوز ناروغۍ د واکسين لړۍ پيل شوه.
د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رييس فضل عمر د وږي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه واکسين به د يوې مياشتې په ترڅ کې د ۹ تنو وترنرانو له خوا د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلى شي .
هغه زياته کړه، چې دغه واکسين به ۸۵ زره او شپږ سوه غواګانو او مېږو ته ترسره شي او په نورو څارويو نه تطبيقيږي .
د نوموړی په وينا، هغه څاروي،چې ياد واکسين به پرې تطبيق شي،تر درې کلونوپورې به د بروسلوز ناروغۍ څخه مخنيوی وکړي .
د کرنې او مالدارۍ رييس فضل عمر وايي، ټاکل شوې د روان کال په ترڅ کې په دې ولايت کې نږدې ۲۵۰ زره غواګانو او ميږو ته د بروسلوز ناروغۍ د مخنيوي واکسين ترسره شي .
هغه همدا راز وويل چې ډېر ژر به درې زره د ليونيو سپيو واکسين هم په دغه ولايت کې پيل کړي،چې د يادو دواړو واکسينونو لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکول کېږي .
ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الله وايي ، چې په دې وروستيو کې د يادې ناروغۍ له امله د خلکو يو شمېر څاروي مړه شوي دي.
هغه د کرنې او مالدراۍ له رياست څخه مننه وکړه، چې د بروسلوز ناروغۍ ددرملنې لپاره يې کمپاين پيل کړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن