ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د پوليو ضد واکسين کمپاينر وژلى

وسله والو د پوليو ضد واکسين کمپاينر وژلى

author avatar
23 Sep 2014 - 10:29
وسله والو د پوليو ضد واکسين کمپاينر وژلى
author avatar
23 Sep 2014 - 10:29

اسعداباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د کونړ ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسله والو مخالفينو هغه ډاکټر وژلى چې د پوليو يا ګوزڼ  ضد کمپاين کې يې دنده ترسره کوله.

امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون په وټه پور ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې ډاکټر فضل الرحمن د وټه پور ولسوالۍ لرې پرتې سيمې ته د ګوزڼ پر وړاندې خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه د کمپاين لپاره تللى و.

د سيدخېل په وينا، کله چې ياد ډاکټر بېرته  خپل کور ته راستنېده، نو وسله والو مخالفينو له موټره ښکته کړى او بيا يې وژلى دى.

امنيه قوماندان د ډاکټر فضل الرحمن د وژل کېدو د غندلو ترڅنګ ويلي چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.