ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د مور- ماشوم د مړينې کچه ټېټه شوې

په هلمند کې د مور- ماشوم د مړينې کچه ټېټه شوې

author avatar
23 Sep 2014 - 17:39
په هلمند کې د مور- ماشوم د مړينې کچه ټېټه شوې
author avatar
23 Sep 2014 - 17:39

لښکرګاه (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ۹۳): چارواکي وايي، چې په هلمند ولايت کې د مور-ماشوم د مړينې کچه تر پخوا ډېره ټيټه شوې ده؛ خو په روغتيايي خدماتو کې لا هم ستونزې شته دي.

دغه څرګندونې د دې ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري د ”مور خوندي کېدو” د ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

غفاري وايي، د عامه پوهاوي پروګرامونو له امله د مور – ماشوم د مړينې کچه ټيټه شوې او تر زېږون مخکې د هغوى روغتيا لپاره يې ځانګړي تدابير نيولي دي.

د هغه په وينا، په دې ولايت کې د مسلکي ډاکټرانو او کارکوونکو تر څنګ د ښځينه نرسانو او قابلو په ډېرېدو سره، ٦٠ سلنه يادې پېښې کمې شوې دي.

نوموړي په دې تړاو د تېر او سږني کال ارقام وړاندې نه کړل.

خو د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور په همدې مراسمو کې وويل، اوس هم په ټول هېواد په ځانګړې توګه په هلمند کې د مور -ماشوم د ساتنې په برخه کې ستونزې شته.

د ده په وينا، بېسوادي، سيمه ييز دودون او د روغتيايي مرکزونو نه شتون، هغه لاملونه دي چې ډېرې ميندې او ماشومان يې له امله مړه کېږي.

ده زياته کړه چې د ديني عالماوو، قومي مشرانو او روغتيايي کارکوونکو په مرسته به يادې ستونزې هوارې کړي.

د هلمند د بُست روغتون مشر ډاکټر نثاراحمد بارک وويل، که څه هم په ځينو برخو کې يې ډېر کار کړى دى، خو ولايتي ادارې يې ستونزو ته پر وخت پاملرنه نه ده کړې.

اخوا د صاحبې په نوم يوې روغتيايي کارکوونکې وويل، تر ډېره په ښځو زور او ظلم په خپلو کورنيو کې کېږي.

دې وويل، ځينې کورنۍ د مېرمنو د امېدوارۍ پرمهال د هغې غذا، روغتيا او رواني حالاتو ته سمه پاملرنه نه کوي، ځکه خو يو شمېر مېرمنې د زېږون پر مهال مري.

د کريمې په نوم يوې مېرمې پژواک ته وويل، چې په لرو پرتو سيمو کې د ښځينه ډاکټرانو نه شتوالى، د دې لامل کېږي، چې ميندې د زېږون پر مهال ومري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.