Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته دپاکستان د بريدونو شکايت وکړ

افغانستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته دپاکستان د بريدونو شکايت وکړ

author avatar
28 Sep 2014 - 10:58
افغانستان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته دپاکستان د بريدونو شکايت وکړ
author avatar
28 Sep 2014 - 10:58

واشنګټن ( پژواک، ٦ تله ٩٣ ) : افغانستان د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته د پاکستان لخوا د پرله پسې توغنديي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دا ډول بريدونه نور ورته د منلو وړ نه دي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني تېره شپه په نيويارک کې د ملګرو ملتونود عمومي اسامبلۍ  کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې : (( د افغانستان پر خاورې د پاکستانيو ځواکونو پرله پسې دوامداره بريدونه سخت اندېښمن کړي يو، دا ډول بريدونو ته ادامه ورکول نور افغانستان ته د منلو وړ نه دى. ))

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت ددواړو هېوادونو ګډې ملي ګټې په پام کې نيولو سره د سيمې امنيت او ثبات يقيني کړي.

عثماني له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د هر هغه ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي، چې دواړو ګاونډيو هېوادونو اړيکې او باور ته زيان رسوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې هېواد يې له پاکستان سره اوږودمهاله پياوړې او دوستانه  اړيکې غواړي  او هڅه کوي چې دواړه د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

د عثماني په وينا، په سيمه کې امنيت او ثبات ددواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه دى.

هغه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته دافغانستان د وروستيو ټاکنو او ملي حکومت د جوړېدو په اړه هم معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې د ټاکنو پروسې بشپړېدو سره افغانانو لوى هدف ترلاسه کړى دى.

د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې د نوي ولسمشر  د لوړې مراسم به ددوشنبې په ورځ ترسره شي.

د عثماني په وينا، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له يوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته واک د لېږد پروسه په سوله ييزه توګه ترسره کېږي .

هغه وايي : (( سره له دې چې افغانستان له لويو ننګونو سره مخ دى، موږ ډاډه يو ، نوى حکومت چې د زيات شمېر افغانانو ملاتړ ورسره دى، په هېواد کې سوله، امنيت او اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي. ))

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډې ته تر وينا مخکې عثماني د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون سره هم وليدل.

ددې ليدنې پر مهال بانکي مون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته په برياليتوب سره د ټاکنو د پروسې په بشپړېدو او د نوي ملي حکومت په جوړېدو مبارکي ورکړه،.

Views: 0

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.