ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه په بريد کې اته تنه وژل شوي

د لښکرګاه په بريد کې اته تنه وژل شوي

author avatar
9 Oct 2014 - 12:08
د لښکرګاه په بريد کې اته تنه وژل شوي
author avatar
9 Oct 2014 - 12:08

دويم تعقيب-لښکرګاه (پژواک  ۱۷ تله ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د شوي ځانمرګي بريد له امله د وژل شوو شمېر اتو او د ټپيانو ١٨ تنو ته لوړ شو.

دغه بريد تېره ورځ  نږدې ١١بجې د لښکرګاه ښار اړوند  د نواز ولسوالۍ د پخواني امنيه قوماندان عبدالله خان د کور مخې ته  وشو.

هغه مهال چارواکو ويلي وو چې په ياده  پېښه کې د څلورو پوليسو په ګډون  پنځه کسان وژل شوي او د قوماندان عبدالله په ګډون ١٩ نور ټپيان دي.

خو د هلمندد امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد عبيد د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ټپيانو له ډلې درېيو کسانو د سختو ټپونو له امله سا ورکړې ده.

ده وويل: ((د وژل شوو شمېر اتو تنو ته لوړ شو‌ى، څلور پوليس او د يوې ماشومې په ګډون څلور ملکي کسان دي.))

هغه زياته کړه، دغه راز  ۱۸ کسه ټپيان دي چې نهه يې  پوليس او د دوو ماشومانو په ګډون نهه نور ملکي وګړي دي.

د عبيد په خبره، د قوماندان عبدالله خان په ګډون د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

بلخوا قوماندان  عبدالله خان د بُست په روغتون کې له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

نوموړي دغه بريد د طالبانو کار وباله او زياته يې کړه: ((چې ښه شوم، بيا به د پوليسو په ليکو کې خپل خدمت ته دوام ورکړم  او د وسله والو د ځپلو لپاره به وسله را اخلم.))

بلخوا د عبدالله خان يوه ګاونډي نورمحمد پژواک اژانس  ته وويل چې د تېرې ورځې په بريد کې يې کور ويجاړ شوى او يو زوى يې ټپي شوى دى.

هغه له طالبانو وغوښتل چې په خپلو بريدونو کې د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

عبدالله خان  تر دغه بريد پوره شل ورځې مخکې د نوازد ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له دندې لري شوى و او داسې ګومان کېده چې هغه به د هلمند ولايت بلې ولسوالۍ ته استول کېږي.

درې مياشتې مخکې د وسله والو په يوه بريد کې د دغه  قوماندان مېرمن هم وژل شوې وه.

طالبانو رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي خو په خپله ويبپاڼه ”الامار‌ة” کې يې د لښګرګاه  د بريد مسووليت منلی دی.

طالبانو په دې اړه په خپور کړي خبر کې ويلي چې په دغه  بريد کې يې د قوماندان عبدلله په ګډون ٥ پوليس وژلي او ٢٢ نور يې ټپيان کړي دي.

خو ولايتي چارواکي د پېښې ډېر‌ى قربانيان ملکي وګړي ښيي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.