لومړى تعقيب = لښکرګاه( پژواک ۱۹ تله ۹۳) : د هلمند ولايت پر امنيه قوماندانۍ په شوي ځانمرګي بريدکې يو پوليس وژل شوى، درې پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او يو اشپز ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن د تلې په١٩ مه، سهار شاوخوا اته بجې د امنيه قوماندانۍ په قراول کې هغه مهال وشوه، چې د پوليسو په يونيفورم کې يوه ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه.
د هلمند دامنيه قوماندانۍ وياند سمونيار فريد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، ځانمرګي بريدګر غوښتل چې امنيه قوماندانۍ ته ننوځي.
دغه راز د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او سر پرست سمونوال پاچاه ګل بختيار پژواک اژانس ته وويل ، د بريدکوونکي موخه د دوى اداري غونډه وه.
د ده په وينا، چې بريدکوونکى د پوليسو د افسر (سمونيار) په يونېفورم کې له درې قراولونو څخه تېر شوى و او په وروستي قرول کې له پېژندلو سره سم يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
ده وويل:(( په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى، درې پوليس، يو د ملي اردو سرتېرى او يو اشپز ټپيان شوي دي.))
د پېښې يوه عيني شاهد پوليس نعمت الله پژواک ته وويل ، بريدکوونکى وار خطا روان و، خو کله چې پوليسو پرې غږ وکړ ځانته يې چاودنه ورکړه.
په لښکرګاه کې دايمرجنسي روغتون يوه سرچينه وايي چې له دې پېښې ورته څلور ټپيان ور وړل شوي ، چې يو په ملکي جامو کې دى او درې تنه يې پوليس دي.
بله خوا د بُست روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د ملي اردو يو ټپي سرتېرى دوى ته ور وړل شوى او ورغتيايي حالت يې ښه دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن