Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوليسو د نورستان د دواب په روغتون کې قرارګاه جوړه کړې

جلال اباد (پژواک٢٠ تله ٩٣): د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې پوليسو د دې ولسوالۍ دېرش بيستريز روغتون تړلى او خپله قرارګاه يې په کې جوړه کړې ده.

دوى وايي چې دا مهال د دواب ولسوالۍ ټول اوسېدونکي له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي چې بايد ولايتي او مرکزي اداره يې غم وخوري او هغه پوليس چې د روغتون په ودانۍ کې ځاى پر ځاى شوي له ودانۍ وباسي تر څو بېرته روغتون فعاله شي.

د دواب اوسېدونکي ريحان د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې د پوليسو له لوري د ولسوالۍ روغتون تړل شوى او دا مهال په روغتون کې پوليسو خپله قرارګاه جوړه کړې ده.

نوموړى وايي چې د دواب اوسېدونکي خپل ناروغان لسګونه کيلومتره لرې د نورګرام ولسوالۍ ته د درملنې په موخه لېږدوي، خو تر اوسه ولايتي ادارې په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

ده زياته کړه: ((اوس د روغتون په ودانۍ کې پوليس پراته دي او له وسله والو سره جنګېږي، ډاکتران يې هم بې برخليکه ګرځي؛ ځکه روغتون بند شوى دى.))

د دواب يوه بل اوسېدونکي راسخ نورستاني پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې د دواب ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ د دولت له مخالفينو سره په جګړه کې ونړېده چې له هغه وروسته د ولسوالۍ پوليسو د دې ولسوالۍ د دېرش بستريز روغتون په ودانۍ کې خپله قرارګاه جوړه کړې ده.

ده زژياته کړه: ((خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي څو ځلې مو د امنيې قوماندانۍ له مسوولينو سره هم خبرې وکړې، خو لا تر اوسه يې کومې پايلې نه دې ورکړي.))

هغه زياتوي چې د روغتون د تړل کېدا له امله اوس اړ دي چې خپل ناروغان لسګونه کيلومتره لرې د نورګرام ولسوالۍ او يا هم د لغمان مرکز مهترلام ته ولېږدوي خو د لارو د خرابوالي له امله يو نيم ناروغ په لاره کې هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دواب ولسوالۍ د سيمه ييز روغتون يو ډاکتر چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک ته وويل چې د دغه روغتون کار کوونکي دا مهال په نورو روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل شوي او خپل روغتون ته د ورتلو اجازه نه ورکول کېږي.

دغه ډاکتر ومنله چې د روغتون د تړل کېدو له امله ځايي استوګن له روغتيايي پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه ولايتي ادارې په دې برخه کې کوم جدي اقدامات نه دي کړي.

بلخوا د نورستان والي حافظ عبدالقيوم هم په دو اب ولسوالۍ کې د پوليسو له لوري د روغتون تړل مني خو وايي چې د لنډمهال لپاره پوليس د روغتون په ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي.

د والي په وينا، هڅه کوي چې د ولايت په امنيتي غونډه کې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي او روغتون دې د خلکو پر مخ پرانيزي.

ده زياته کړه: ((ډېر ژر به موږ ياده ستونزه حل کړو پوهېږو چې په سيمه کې خلک له ګڼو روغتيايي ستونزو سره مخ دي.))

د والي په خبره چې د سيمې اوسېدونکو هم ورته ياده ستونزه وړاندې کړې او ده يې د حل ډاډ ورکړى دى او ډېر ژر به ياده ستونزه هواره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.