لښکرګاه (پژواک ٢١ تله ٩٣): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د ملي پيوستون د پروګرام درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار فريد احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن غرمې وروسته په شاوخوا دووبجو، وسله طالبانو د نادعلي د چانجير په سيمه کې د ملي پيوستون د پروګرام پر کارکوونکو بريد وکړ.
ده زياته کړه، پر موټرسايکل سپاره درې وسله وال راغلي او پر يادو کارکوونکو يې ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.
د هغه په وينا، وسله وال په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د چانجير ولسوالۍ د شورا غړي غياث الدين پژواک ته وويل، نه پوهېږي چې دا پېښه ولې رامنځ ته شوه، ځکه په سيمه کې امنيت ټينګ و او ياد درې کسان عام وګړي و، چې د ملي پيوستون په پروګرام کې يې له درېيو اونيو راهيسې کار کاوه.
د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت الله د وژل شويو کسانو يو تن د ناوې ولسوالۍ او بل د نادعلي اوسېدونکى وباله او زياته يې کړه، چې ټپي تن هم د نادعلي د چانجير د سيمې دى.
د يادونې ده، چې درې ورځې وړاندې دنادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن عمرجان حقمل د يوه ځاى پرځاى شوي ماين له چاودنې هم روغ ووت.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن