کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٣): ولسمشر اشرف غني احمدزي له ښوونکو غوښتي، چې د فساد په له منځه وړلو کې له دولت سره مرسته وکړي، چې په دې سره به د ښوونکو په تنخواګانو کې هم زياتوالى راشي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، نن (د تلې ٢٢مه) له لسګونو ښوونکو سره په ارګ کې وکتل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دغې غونډه کې چې د پوهنې وزارت سرپرست وزير فاروق وردګ هم شتون درلود، ښوونکو ولسمشر ته په ټاکنو کې د مبارکۍ د ويلو په ترڅ کې د دوى پر وړاندې پرتې ستونزې مطرح کړې.
دوى له ولسمشر څخه غوښتي، چې د پوهنې وزارت د ښوونکو او مامورينو د چارو د تنظيم په برخه کې قوانين تر يوې کچې د ښوونکو په ګټه نه دي او د ملکي خدمتونو په قانون کې د ښوونکو د وړتياوو د لوړولو او د ښوونکو د رتبوي پرمختګ ټاکل شوې اندازه، د هغوى د تشويق لپاره تر ډېره کافي نه ده، ځکه خو ځينو تعديلاتو ته اړتيا لري.
دغو ښوونکو دولت له دې کبله پړ بللى، چې دوى ته د سرپناه په برابرولو کې پاتې راغلى دى.
د دوى په وينا، د ښار په لرو پرتو سيمو کې ښوونکو ته د ځمکو وېشل، د دوى د سرپناه ستونزه نه شي هوارولى؛ نو غوره دا ده چې دولت د پور د ورکړې او يا هم د قسط له لارې د ښوونکو د سرپناه د نه شتون ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.
ښوونکو په ياده ناسته کې د ترانسپورتي خدمتونو د نه شتوالي او همداراز د معاشونو د کموالي ستونزې هم مطرح کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ښوونکو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وويل، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښوونکو د ستايلو پرځاى، د دوى ستونزو ته په بنسټيزه توګه د حل لاره وموندل شي.
ده زياته کړې، يو کمېسيون يې د ښوونکو د ستونزو د حل لپاره ټاکلى، چې هغوى خپل کار بشپړ کړى او پايله به يې د ښوونکي د ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې مطرح شي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د ښوونکو د تنخوا ګانو د زياتوالي په اړه له ښوونکو څخه وغوښتل، چې د فساد په له منځه وړلو کې له دولت سره مرسته وکړي، په دې سره به د ښوونکو په تنخوا ګانو کې هم زياتوالى راشي.
ډاکټر احمدزي د پوهنې د کيفيت د لوړولو په برخه کې د جدي پاملرنې يادونه وکړه او له ښوونکو يې مننه وکړه، چې د پوهنې وزارت يې په ټوله کې له سياسي کېدو ژغورلى دى.
نوموړي ويلي: “په ټولو دولتي ادارو په ځانګړې توګه پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالى د منلو وړ نه دى، موږ به په دې هکله اقدام کوو او جزا به ورکوو.”
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن