Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چاودنې پنځه ملکي وګړي ټپيان کړل

کندوز، جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩٣): د کندوز چارواکي وايي، چې د دې ولايت په چاردرې ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د چاردرې ولسوال زلمي فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماښام څه باندې پنځه بجې د دې ولسوالۍ په چوک کې يوه زوروره چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، چاودنه په موټرسايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې، چې له امله يې دوه ماشومان او درې نارينه ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د چاودنې موخه د سيمه ييزو پوليسو رينجر موټر و، خو هغه له پېښې وړاندې تېر شوى و او کوم زيان ورته نه دى اوښتى.

فاروق وايي، ټپيان يې روغتون ته لېږدولي، خو د يوه ماشوم روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.

د دې چاودنې مسووليت تردې دمه چا په غاړه نه دى اخيستى.

په کندوز ولايت کې په تېرو دوو اونيو کې دا اوومه چاودنه ده چې ترسره کېږي، چې زياتره په کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يوه بل خبر له مخې، نن د ننګرهار ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته شوې ده.

په دې ولايت کې د ٣٠١ نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک اژانس ته وويل، چې دا نښته د يادې ولسوالۍ د شهيد غونډۍ پر پوستې شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

دغه راز نوموړى وايي، په دې نښته کې يو سرحدي پوليس هم ټپي شوى دى.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.