ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې د کرکټ اکاډمۍ پرانېستل شوه

په لښکرګاه کې د کرکټ اکاډمۍ پرانېستل شوه

author avatar
26 Oct 2014 - 11:46
په لښکرګاه کې د کرکټ اکاډمۍ پرانېستل شوه
author avatar
26 Oct 2014 - 11:46

لښکرګاه(پژواک ۴ لړم ۹۳) : د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې دکرکټ اکاډمۍ په پرانېستل کېدو سره به لوبغاړو ته د کرکټ د مسلکي زده کړې زمينه برابره شي.

تېره ورځ ناوخته ددې اکاډمۍ دپرانېستې په غونډه کې دکرکټ بورډ اجراييه رييس ډاکټر نورمحمدمراد،ولايتي چارواکو او د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو برخه لرله.

ډاکټر مراد په ياده غونډه کې وويل، هڅو کوي چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د کرکټ لپاره ورته اکاډمۍ جوړې کړي،څو لوبغاړو ته د کرکټ زده کړې ښه زمينه برابره شي.

نوموړي زياته کړه،په هلمندکې دکرکټ ښه لوبغاړي چې په پاملرنې سره به وکولاى شي په ملي او نړيوالو لوبو کې ولوبېږي.

دغه راز د هلمند سرپرست والي او مرستيال احمد مسعود بختور ژمنه وکړه چې د ولايت د مقام له خوا به د کرکټ  بورډ ادارې او لوبغاړو سره هر ډول مرستې وکړي.

بختور وويل: (( زموږ له ښو لاسته راوړنو څخه  يو هم کرکټ دى، کرکټ هېواد ته ښه نوم ګټلى او د ملي لوبډلې د برياوو له امله خلکو پېژندلي يو.))

دکرکټ بورډ وياند فريد احمد هوتک د يادې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل، په هلمند کې  ۴۲ بېلا بېلې کرکټ  لوبډلې شته، چې په ياده اکاډمۍ کې به ورته زده کړې ورکول کېږي.

هوتک وويل ، دا اکاډمۍ په کابو دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې دوه پيچونه او نور ملحقات لري.

هغه وويل چې د دې اکاډمۍ پر جوړلو د کرکټ بورډ اته سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازې نسيمې نيازۍ په دې غونډه کې د خبرو پر مهال خوښي وښوده، چې د کرکټ لوبغاړو د روزنې لپاره يې رسمي اکاډمي پرانېستل شوه.

د هلمند دکرکټ بورډ مسوول محمد حسين پلادوال پژواک ته وويل ،د نورو لوبو په پرتله د هلمند   ځوانان تر ډېره کرکټ کوي.

هغه وويل ، د هلمند د کرکټ په اکاډمۍ کې به ډير لوبغاړي تر روزنې لاندې ونيسي ، خو د هغوى دقيقې شمېر يې يادې نه کړې.

د نوموړي په خبره ، د کرکټ اکاډمۍ نه شتون په دې ولايت کې د لوبغاړو د روزلو پر وړاندې لويه ستونزه وه، چې اوس  دا ستونزه حل شوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.