لښکرګاه (پژواک۱۴ لړم۹۳): حکومت به په هلمند ولايت کې د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره هڅې ډېرې کړي.
دا څرګندونې د لړم په ١٤ د دې ولايت د اقتصاد رييس نثار احمد احمدي په مرکز لښکرګاه کې د لاسي صنايعو د درې ورځيني نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.
احمدي وويل ، دا نندارتون يې د لاسي صنايعو د بازار موندنې لپاره پرانېست، څو کورني او بهرني سوداګر ترې ليدنه وکړي او ويې پيري.
ده وويل، چې په دې نندارتون کې شل قلمه بېلابېل ډول لاسي صنايع د نندارې لپاره وړاندې شوي دي.
د شاه محمود په نامه يوه پلورونکي وويل ، چې د دې نندارتون پرانېستلو ته خوښ دى ؛ځکه توکو ته به يې بازار پيدا شي.
هغه هيله وښوه چې په دې ولايت بايد داسې نندارتونونه دوام پيداکړي.
بله خوا ددې ولايت د ښځو چارو رييسې جميلې نيازۍ د يادو مراسمو په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل ، چې دا نندارتون د کاريګرو ښځو د لاسي صنايعو د پلور لپاره ډېر ګټور دى.
هغې وويل: (( مېرمنې په کورونو کې لاسي صنايع جوړي او بيا يې د هټيوالو په مرسته په دغسې نندارتونو کې پلوري ، څومره چې پلورل کېږي هومره هڅول کېږي چې ښه کار وکړي.))
د هلمند ولايت د سوداګرو د ټولنې مشر علي احمد ناصري وايي ، خوښ دى چې په دې ولايت کې د لاسي صنايعو لپاره نندارتون بيا پرانېستل کېږي.
ده غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د لاسي صنايعو لپاره په هلمند کې دغسې نندارتونه په پرله پسې توګه پرانيزي.
د هلمند په ګډون د هېواد په يو زيات شمېر ولايتونو کې لاسي صنايع جوړېږي، خو د کاريګرو شکايتونه دا دي، چې د پلور لپاره ښه بازار نه لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن