جلال اباد ( پژواک، ١٨ لړم ٩٣ ) : په ختيځ کې د پوليسو د ٣٠١ سرحدي زون چارواکي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د شاقه کارونو ترسره کوونکو ماشومانو ورته امنيتي ستونزې جوړې کړې دي.
په تورخم کې هره ورځ لسګونه ماشومان چې عمرونه يې له ٥ کلونو څخه ١٨ کلونو پورې دي، شاقه کارونه کوي او د خلکو توکي له پولې يوې خوا او بلې خوا ته وړي.
د ٣٠١ سرحدي زون قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار له تورخم ښارګوتي څخه د ليدنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې په تورخم کې سلګونه داسې کوچني ماشومان شته چې په شاقه کارونو بوخت دي او وسله وال د دوى له مجبورۍ ګټه پورته کوي .
د نوموړي په خبره، چې يادو ماشومانو سرحدي ځواکونه له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، ځکه چې دوى يې نه مخالفت کول شي او نه هم ورته قانوني جزا ورکولى شي.
عيار زياته کړه : (( له ګډې پولې پورې غاړې څخه وسله وال مخالفين همدغو کوچنيو ماشومانو ته يو شمېر چاودېدونکي توکي او نورې وسلې ورکوي او په بېلا بېلو لارو يې بيا له پولې را اړوي. ))
د نوموړي په وينا ، ياد ماشومان د څو پېسو په بدل کې غير قانوني توکي، وسلې او مهمات له پولې دېخوا رااړوي .
عيار وايي ، دوى ډېره هڅه کوي چې د يادو توکو مخنيوى وکړي خو د يادو ماشومانو شتون ورته لوى سر خوږى دى.
بله خوا يو شمېر کم عمري ماشومان چې شاقه کارونه کوي وايي دوى له ډېرې ناچارۍ او غريبۍ څخه په تورخم کې کار کوي.
د نصيب الله په نوم يوه دوولس کلن ماشوم پژواک اژانس ته وويل چې دى له تېرو څو مياشتو راهيسې په تورخم کې لاسي ګاډۍ چلوي او هر څوک چې ورته بار ورکړي نو دوى يې د پېسو په مقابل کې له يوه ځايه بل ځاى ته انتقالوي.
ده وويل: (( موږ څه پوهيږو چې په دې بار کې څه شى دى، خو بس وړو يې ))
دى وايي چې څه موده وړاندې هم د سرحدي پوليسو له لوري نيول شوى و، ځکه په بار کې يې درې تومانچې ځاى پر ځاى شوې وې.
د ده په خبره، چې د سرحدي پوليسو له لوري ووهل شو او له وهلو وروسته يې څو ساعته بندي هم کړ.
نصيب الله زياته کړه چې اکثره وخت يو شمېر ماشومان د امنيتي ځواکونو له لوري وهل ټکول خوري ، خو له ډېره مجبوريته په تورخم کې ګاډۍ چلوي.
د افغانستان د خورايکښو او مزدورانو د سراسري ټولنې مشر ډاکټر لياقت عادل وايي، چې لومړى خو پر ماشومانو شاقه کارونه کول له قانون څخه سرغړونه ده.
هغه زياته کړه، چې دوى تل پر ماشومانو د شاقه کارونو ترسره کولو مخالفت کړى او له حکومت څخه غواړي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.
ډاکتر عادل وويل ، دا چې په تورخم کې له دې ماشومانو څخه ناوړه استفاده کېږي، نو حکومت ته په کار ده، چې خپل امنيتي تدابير ټينګ او ددې ډول کارونو مخنيوى وکړي.
په تورخم کې يوه دوکاندار اسماعيل خاکسار پژواک اژانس ته وويل چې اکثره وخت ماشومان د سوداګرو او پوليسو تر منځ اړيکې جوړوي.
نوموړي زياته کړه: ((همدغوماشومانو ته بار واچوي دوى يې وړي کوم ځاى کې يې چې پوليس ونيسي نو بيا ماشومان پوليسو ته پيسې ورکړي او خلاص شي.))
دى وايي په کار ده چې ټول قاچاقي اموال په تورخم کې بند شي او که چېرې داسې ونه شي نو په امنيت کې به هېڅ ښه والى رانشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP