ګردېز (پژواک ٢١ لړم ٩٣): چارواکي وايي، چې پکتيا ولايت کې يې د حقاني شبکې دوه مهم غړي نيولي دي .
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک اژانس ته وويل، په دې کسانو کې يو يې د زرمت ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال و ، چې اصلي نوم يې نعيم دی خو په شاهد مشهور دى.
نوموړی وايي ، دويم تن په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سرګروپ دی ، چې اصلي نوم يې سلطان حسن دی او په ذاکر مشهور دى .
اورياخېل وايي دغه کسان نن د لړم په ٢١مه دګردېز په لوېديځ کې د رباط په سيمه کې دخلکو په همکارۍ د پوليسو له خوا نيول شوي دي .
دی وايي،چې دغه کسان دحقانې شبکې دوه مهم غړي دى ، چې له دې وړاندې يې په قتلونو ،جګړو او نورو پېښو کې لاس درلود.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اروياخېل داهم وويل ،چې تېره ورځ يې د څمکنيو په ولسوالۍ کې هم درې تنه ،چې قتل يې کړی وو نيولي دي .
دی وايي ، چې دغو کسانو په لوګر ولايت کې قتل کړی و او دوی هم دلوګر ولايت عدلي ارګانونو ته سپارلي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.