Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ننګرهار کې د حزب اسلامي يو پخوانى قوماندان ووژل شو

جلال اباد(پژواک، ٢٣ لړم ٩٣): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي يو  پخوانى قوماندان د وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د دغې ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قوماندان شريف تېره شپه په اتو بجو له  خپل کور  سره پر ډزو وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې يو  بريد کوونکى د قوماندان شريف د زوى پر  ډزو هم وژل شوى دى.

د سيمې يوتن اوسېدونکى اسلام الدين وايي، چې شريف  په حکمتيار پورې د اړوند حزب اسلامي پخوانى قوماندان او اوس د سيمه ييزې شورا رييس و، چې څو مياشت مخکې هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلى و، خو ترې روغ وتلى و.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان شريف د يوه  طالب له خوا په مخامخ بريد کې وژل شوى او بريد کوونکي هم له بريد سره سم په نښته کې خپل ځان له لاسه ورکړى دى.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.