جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٣): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا اوس هم ښوونځي تړلي او هلو ځلو يې تر اوسه کومه پايله نه ده ورکړې.
چارواکي وايي چې د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې وسله والو په دې ولسوالۍ کې د ٢٣ ښوونځيو او يو دارالمعلمين دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شنيواري د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونځيو د بندېدو له امله شاوخوا اولس زده کوونکي د زده کړو له نعمته بې برخې شوي دي.
هغه زياتوي چې ياد ښوونځي د هسکې مېنې په ګورګورۍ، ياغي بند، مريز او يو شمېر نورو سيمو کې تړل شوي چې دوى يې د خلاصون په موخه هڅې پيل کړې دي.
د شينواري په خبره چې څو ورځې وړاندې يو شمېر ښوونکي وسله والو ته ورغلي وو چې ښوونځي پرانيزي خو هغوى ورته ويلي څو چې د دوى ملګرى خوشي نه شي او هم د ګورګورۍ کلينيک ته درمل ورنه کړل شي ښوونځيو ته به د خلاصون اجازه ورنه کړي.
د شينواري په خبره چې وسله والو يو بل شرط هم وړاندى کړى چې بايد هغه لاره هم حکومت پرانيزې په کومه چې دوى تګ راتګ کوي او که چېرې داسې ونه شي نو دوى به يو زده کوونکى هم ښوونځي ته پرې نه ږدي.
دى وايي، وسله والو ښوونکو او قومي مشرانو ته ويلي وو چې په نږدې وخت کې به خپله وروستۍ پريکړه وکړي، خو تر اوسه چې کومه ډله استادان او مشران ورغلي وو هغوى ته يې د نه خلاصون ځواب ورکړى دى.
ده زياته کړه: ((وسله والو ورته ويلي چې دوى به له خپل نظامي کمېسيون سره خبره وکړي، که چېرې هغوى امر ورکړي نو بيا به ښوونځي پرانيزي.))
د ده په وينا، د وروستيو معلوماتو له مخې د دوى پيل کړو هلو ځلو کومه پايله نه ده ورکړې او هڅه به وکړي څو ښوونځي پرانيزي.
دى زياتوي: ((کومې غوښتنې چې وسله والو کړې، په موږ پورې هېڅ اړه نه پيدا کوي، خو له وسله والو غواړو چې معارف د وسيلې په توګه ونه کاروي.))
نوموړي پر وسله والو غږ وکړ چې تړلي ښوونځي پرانيزي، او د زرګونه زده کوونکو د زده کړې مخه دې نه نيسي.
د ده په خبره چې نن د پوهنې وزارت مسلکي مرستيال اصف ننګ هم ننګرهار ته راځي او له يو شمېر قومي مشرانو سره به د يادو ښوونځيو د خلاصون په موخه ګډه سلا مشوره وکړي.
بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو وروسته له هغه ښوونځي تړلي چې په ياده ولسوالۍ کې سخت وځپل شول.
دى وايي چې ټولې لارې يې تړلې او ياده چاره د وسله والو د کمزورتيا تر ټولو ستره نښه ده او دوى په هڅه کې دي چې ياده ستونزه هواره کړي.
تر اوسه وسله والو د يادو تړل شوو ښوونځيو په اړه رسنيو ته څۀ نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP