ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې د يوه شرکت لس کارکوونکي د فريب په تور ونيول شول

جلال اباد کې د يوه شرکت لس کارکوونکي د فريب په تور ونيول شول

author avatar
29 Nov 2014 - 15:05
جلال اباد کې د يوه شرکت لس کارکوونکي د فريب په تور ونيول شول
author avatar
29 Nov 2014 - 15:05

جلال اباد ( پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د مريو د  هغه شرکت لس کارکوونکي يې نيولي، چې له خلکو يې پيسې اخيستې او دوکه کړې يې دي.

د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په ننګرهار کې د مريو اوبدلو يوه شرکت يې پيسې تښتولې دي.

دوى وايي چې د عابد عرفان په نوم شرکت دوى ته د پنځه زره افغانيو په بدل کې نيمه کيلو مرۍ ورکولې او د يادو مريو په اوبدلو سره به يې ورته ١٥٠٠ افغانۍ حق الزحمه ورکوله، چې اوس يې دفتر تړل شوى دى.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي ناصر پژواک اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې په ننګرهار کې يوه شرکت له خلکو څخه پنځه زره افغانۍ اخيستې او په بدل کې به يې ورته نيم کيلو مرۍ ورکولې.

ده زياته کړه چې يادې پنځه زره افغانۍ به د امانت په ډول پرتې وې او د هرو نيم کيلو مريو د اوبدلو په بدل کې به يې ورته يو نيم زره افغانۍ اجوره ورکوله.

نوموړي زياته کړه : ((  اوس خبر شو، چې نه شرکت شته او نه هم د شرکت کارکوونکي،شاوخوا سل زره افغانۍ ما بندې کړې وې او په ټولو مې مرۍ اخيستې وې خو اوس خلک ورک شول.))

دى وايي چې په جلال اباد ښار کې ګڼ شمېر ښاريانو يادې مرۍ اخيستې وې ، خو اوس د شرکت کارکوونکي نشته.

د جلال اباد ښار اوسېدونکې راضيه وايي چې مور يې د ٣٠ زرو افغانيو مرۍ اخيستې وې او د شرکت کارکوونکو ورته ويل چې د هرو نيمو کيلو مريو د اوبدلو په بدل کې به ورته يو نيم زر افغانۍ ورکوي.

نوموړې وايي ، څو ځله يې دوى ته پيسې هم ورکړې، خو  له څو ورځو راهيسې د شرکت کارکوونکي نشته او د دوى پيسې يې هم له ځانه سره وړې دي.

راضيه وايي: (( مرۍ يواځې په تار کې پييل کېدې، داسې کوم خاص مهارت ته يې هم اړتيا نه لرله، موږ ځکه ډېرې پېسې ورکړې چې ډېرې مرۍ واخلو او ډېره ګټه وکړو.))

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى محمد نسيم وايي چې تېره ورځ د مريو داخيستو په موخه د ياد شرکت دفتر ته تللى و، خو کارکوونکو ورته ويل چې چارې يې بندې شوې.

نوموړي زياته کړه: (( ماته يې د مريو بيل هم راکړ، خو کله چې مې مرۍ راخيستې نو چا راته ټېلېفون وکړ چې د امنيت کسانو يې د دفتر مشر نيولى او مرۍ يې بندې کړې دي.))

دى وايي چې ده بيا مرۍ وانه خيستې او غوښتل يې چې نن يې واخلي خو کله چې دفتر ته ورغى دفتر يې بند و.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى  وايي چې وړمه ورځ په اداري مجلس کې هم ياده موضوع بحث شوې او د څېړنوپه موخه يې امنيه قوماندانۍ ته هدايت شوى دى .

نوموړي زياته کړه : (( ولايت مقام ته ځينې شکايتونه شوي وو، چې د يو يا څو لړو مريو د اوبدلو په بدل کې څه ډول پيسې ورکول کيږي، ايا د خلکو د پيسو په ساتلو او د پېسو په ورکړه کې شفافيت شته او که نه؟))

دى وايي چې امنيه قوماندانۍ خپل اجراات کړي او يو شمېر کسان يې نيولي چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

د ده په خبره ، چې دوى هڅه کوي تر څو دغه موضوع سمه بررسي کړي خو د موضوع د څېړنې بشپړ جريان به وروسته په ډاګه شي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد شرکت لس کارکوونکي د امنيه قوماندانۍ له لوري د فريبکارۍ په تور نيول شوي او  دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

دى وايي، نور جزييات به وروسته په ډاګه شي چې دا کسان څوک او څه ډول يې د مريو د پلور کاروبار کاوه.

مشرقيوال وويل: (( زموږ پوښتنې روانې دي، يو شمېر کسان تښتيدلي خو ځينې مو نيولي نور جزييات به وروسته په ډاګه شي.))

دى زياتوي چې د عابد عرفان د مريو اوبدلو  شرکت کارکوونکي اوسهال له جنايي جرمونو سره د مبارزې د کارمندانو له لوري نيول شوي او د دوى تر څېړنو لاندې دي.

پژواک هڅه وکړه چې د ياد شرکت له کارکوونکو سره اړيکه ټينګه کړي، خو بريالى نه شو.

ياده دې وي چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د عابد عرفان په نوم د مريو د اوبدلو يوه شرکت په کار پيل کړى و، چې اوس يې فعاليت  تړل شوى دى.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.