جلال اباد ( پژواک ٩ لېندۍ ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د ختيځ زون پوليسو لپاره د اکمالاتي مرکز په پرانېستلو کېدو سره به پوليسو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.
دا څرګندونې د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال د لېندۍ په ٩مه د دې مرکز د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.
نوموړي زياته کړه ، چې د ختيځ زون پوليسو لپاره د اکمال دغه لوى مرکز د بهسودو ولسوالۍ دامان سيمه کې په ٦٥ جريبه ځمکه کې جوړ شوى او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
هغه د دغه مرکز په جوړېدو خوښي څرګنده او زياته يې کړه، چې د غه ستر مرکز به د پوليسو د اکمالاتو په برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي .
د نوموړي په وينا، د ختيځ زون پوليسو لپاره دا مرکز د ٢٢ ميليونه ډالرو په لګښت دامريکا متحده ايالاتو په مالي مرسته د درېيو کلونو په موده کې جوړ شوى دى.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل ، چې د پوليسو د اکمال دغه ستر مرکز د پنځه شپېتو سترو او کوچنيو بلاکونو سربېره نور اړين محلقات هم لري .
نوموړى وايي ، چې د دې مرکز جوړېدل د پوليسو لپاره خورا اړين و او د ګټې اخيستنې پر مهال به يې ساتنې ته خاصه پاملرنه وکړي .
د ختيځ زون د پوليسو داکمالاتي کنډک قوماندان مل پاسوال محمد سميع عزيز وويل چې له دې مرکز او شته وسايلو څخه به يې د امنيتي ځواکونو د اکمال په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
مجبوب شاه محبوب
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن