قلعه نو(پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې يو وسله وال طالب او شپږ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال محمد داوود وفادار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره شپه ١٢ بجې په جوى ګنج سيمه کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې نښتې د غرمې تر ١٢ بجو پورې دوام درلود، خو وسله وال مخالفين له سيمې څخه د تېښتې په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالمجيد په نامه يوه ځايي استوګن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه سيمه کې يوه امنيتي پوسته د امنيتي ځواکونو له واکه وتلې ده.
خو جنرال وفادار د پوستې له لاسه وتل ردوي او وايي چې د ملي اردو ځواکونه د وړاندې تلو په حال کې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP