ژبه

د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل شول

توسط عبداللطیف ایوبی

دسمبر 2, 2014 - 2:08 pm

Views: 85

قلعه نو(پژواک، ١١ لېندۍ ٩٣): د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو  او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې يو وسله وال طالب او شپږ  د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال محمد داوود وفادار پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان تېره شپه ١٢ بجې په جوى ګنج سيمه کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې نښتې د غرمې تر ١٢ بجو پورې دوام درلود، خو وسله وال مخالفين له سيمې څخه د تېښتې په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالمجيد په نامه يوه ځايي استوګن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه سيمه کې يوه امنيتي پوسته د امنيتي ځواکونو له واکه وتلې ده.

خو جنرال وفادار  د پوستې له لاسه وتل ردوي او وايي چې د ملي اردو ځواکونه د وړاندې تلو په حال کې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.