Language

”د پکتيا دولتي ادارې  د ښاروالۍ د صفايي پيسې  په خپل وخت نه ورکوي“

ګردېز (پژواک ١١ لېندۍ ٩٣): د پکتيا ښاروال وايي ، چې ډېرې دولتي ادارې ورته د صفايي پيسې پر خپل وخت نه ورکوي ، چې له امله يې د دوی چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

ښاروال اغامحمدسعدي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ګردېز ښار کې ۴۰ ملکي او نظامي ادارې شته ،چې دوی بايد هره مياشت ټاکلې اندازه پيسې دوی ته د صفايي لپاره ورکړي .

نوموړی وايي، ځينې داسې ادارې هم شته ، چې له کلونو راهيسې يې ښاروالۍ ته پيسې نه دي ورکړي .

دی وايي، چې د دې پيسو اندازه لسګونه ميليونو افغانيو ته رسيږي او که چېرې دوی ته وسپارل شي ، نو د بيارغونې زياتې چارې به پرې ترسره کړي .

سعدي وايي، ښاروالي يوه تصدي ده که چېرې يې خپله پيسې لاس ته راوړې کار کوي او که نه له بل ځايه بوديجه نه لري .

ده دا هم وويل ، څو ځله يې  په رسمي غونډو کې له ادارو غوښتنه کړې، چې دغه پيسې ورکړي، خو سره له دې يواځې څو ادارو  ورته پيسې ورکړې دي.

د ده په خبره، د دولتي ادارو تر څنګ دګردېز  ښار د کورونو  خاوندانو،هټۍ والو او نورو سر هم  دغه ستونزه لري او په خپل وخت د صفايي پيسې نه  تحويلوي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم دا ستونزه مني او وايي، چې ځينې ادارې ښاروالۍ ته په خپل وخت د صفايي پيسې نه  تحويلوي .

دی زياتوي، چې په تېره اوونۍ کې يې  د رييسانو په ادارې غونډه کې ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې ده ،چې هم پخوانۍ او هم اوسنۍ پيسې ښاروالۍ ته تحويل کړي .

نوموړی وايي، چې دوی به په راتلوونکي کې بيا هم دغه خبره تعقيب کړي، څو ښاروالۍ ته په خپل وخت پيسې ورکړي.

بله خوا دګردېز ښار يوه هټۍ وال نورالدين پژواک اژانس ته وويل، ښاروالۍ ته هټۍ وال ځکه پيسې نه ورکوي ، چې کثافات د هټيو مخ ته پراته وي او ښاروالۍ يې نه وړي.

دی وايي،کله  ښاروالۍ په خپل وخت او سم ډول صفايي ترسره کړې، نو دوی به هم په خپل وخت پيسې تحويل  نه کړي .

د ګردېز ښار يوه اوسېدونکي ثناالله بيا پژواک ته وويل، هيله لري چې دولتي ادارې  ښاروالۍ ته د صفايي پيسې تحول کړي، څو کار پرې وکړي.

هغه وويل، حکومت بايد خپلو ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړي چې د ښاروالۍ د صفايي پيسې په خپل وخت تحويل کړي .