اسعد اباد ( پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٣ ) : د کونړ چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې نهه پاکستاني وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بې پيلوټه هوايي بريد نن تر غرمې وروسته په دوه نيمو بجو شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د شيګل ولسوالۍ د شلطن په دره کې د وسله والو پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.
د سيدخېل په وينا، په دې بريد کې د قوماندان علي په ګډون ٩ وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
دى وايي چې وژل شوي او ټپي وسله وال د پاکستان د تحريک طالبان غړي وو .
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ختيځو ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه بريدونه زيات شوي ، چې له امله يې ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پرون په لغمان ولايت کې ديوه بريد په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن