Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال ابادکې وسلې او نشه يي توکي نيول شوي

جلال اباد (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار ولايت پوليسو په بېلابېلو پېښو کې وسلې او نشه يي توکي نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو په دوو بېلابېلو عملياتو کې يوولس پاکستانۍ تومانچې، درې چره ييز ټوپک او درې زره او پنځه سوه مرمۍ نيولې دي.

هغه زياته کړه، له دې وسلو سره تړاو لرونکي د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

شېرزاد دغه راز وويل، د جلال اباد ښار د درونټې په سيمه کې نولس نيم کيلوګرامه چرس چې له کندوز څخه تورخم ته وړل کېدل، د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو له خوا کشف او ونيول شول.

دى وايي، له دغو توکو سره په تړاو يو تن نيول شوى دى.

هغه زياته کړه: ((امنيه قومانداني تل په دې هڅه کې ده چې خلکو ته عامه نظم تامين کړي او د جرمونو کچه راټيټه کړي.))

ياده دې وي چې په تېر يوه کال کې زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د ملي پوليسو له خوا نيول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.