Language

د پکتيا ولايتي شورا لا هم خپل اداري پلاوى نه دى ټاکلى

ګردېز (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): د پکتيا د ولايتي شورا غړي د خپلمنځي اختلافاتو له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره کړي.

د پکتيا ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د يو شمېر هغو په وينا، اته يې يوه ډله، شپږ غړي يې بله ډله او يو وکيل يې خپلواک دی.

دواړه ډلې يو بل تورنوي چې د ځينو چارواکو او ولسي جرګې د وکيلانو په اشاره نه غواړي د ولايتي شورا د غړو تر منځ د اداري پلاوي لپاره ټاکنې ترسره شي.

د ولايتي شورا د شپږ کسيزې ډلې په استازيتوب محمدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وويل  مقابل لورى يې هڅول کېږي چې ټاکنې ترسره نه شي.

ده وويل: ((هغوى د چارواکو تر تاثير لاندې دي او د ځينو کړيو په اشاره يې په خپلو کې پرېکړه کړې چې ټاکنو ته حاضر نه شي.))

بلخوا بيا د پکتيا د ولايتي شورا اته کسيزه ډله وکيلان دا خبره ردوي او وايي چې د شورا يوه ډله وکيلان نه غواړي ټاکنې وکړي.

د دې ډلې يوه غړي تاج محمد منګل پژواک اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا شپږ کسه مقابل لورى غړي يې د ولسي جرګې د يو شمېر استازو په اشاره غواړي ښې څوکۍ ترلاسه کړي.

د دواړو ډلو غړي د ولسي جرګې د هغو وکيلانو او چارواکو نومونه نه افشا کوي چې د دوى په وينا په چارو کې يې لاسوهنه کوي.

د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس رحمت الله حقمل پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه نه دي توانېدلي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا د اداري پلاوي لپاره ټاکنې وکړي.

حقمل وايي چې د شورا د غړو نصاب نه پوره کېږي؛ ځکه خو دوى ټاکنې نه شي ترسره کولاى؛ خو زياتوي، هڅې يې پيل کړي څو دا ستونزه هواره شي.

په پکتيا کې د مدني ټولنو فعال سيد جمالدين اصف خېل پژواک اژانس ته وويل: ((نوو وکيلانو ته ډېره هيله وه چې کار به وکړي، خو بدبختانه په خپلو کې سره نه جوړېږي.))

ده غوښتنه وکړه چې وکيلان دې په خپلو کې شته ستونزې حل کړي، ګنې د ولس له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د يادولو ده، تر دې مخکې د خوست ولايتي شورا يو شمېر غړو هم ويلي وو چې خپلمنځي اختلافات او د يو شمېر کړيو د لاسوهنو له امله يې تر اوسه د اداري پلاوي ټاکنې ځنډېدلې دي.

Related Topics