مزارشريف (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): په سرپل او ميدان وردګو ولايتونو کې د لسګونو ټولګټو پروژو په بشپړېدو په بېلابېلو برخو کې د زرګونو کورنيو ستونزې هوارې شوې.
په سرپل کې د ملي پيوستون د اتو ټولګټو پروژو د بشپړېدو په ترڅ کې د درېيو ټولنيزو مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوې.
په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول فريداحمد سعادت د لېندۍ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرپل ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د ملي پيوستون اته ټولګټې پروژې بشپړې شوې.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې د درېيو ټولنيزو مرکزونو ودانۍ، د يو ښوونځي د انګړ د ۱۹۵ متره دېوال جوړېدل او د ۳۶۵ متره استنادي دېوال جوړېدل شامل دي.
د هغه په وينا، يادې پروژې د کليو پراختيا وزارت له خوا د ۱۲ميليونه او ۲۰۵زره افغانيو په لګښت سرته رسېدلې چې لس سلنه په کې د سيمې د اوسېدونکو ونډه وه.
سعادت وويل چې له يادو پروژو د ګوسفندي ولسوالۍ کارېز، مسجد سرخ کارېز، مسجد بنګي کارېز او زنبور خان کارېز کليو ۱۲۱۳کورنۍ ګټه اخلي.
د مسجد سرخ کارېز کلي اوسېدونکي سيدانور پژواک ته وويل چې د يادو پروژو په لړ کې د دوی په سيمه کې يو ټولنيز مرکز جوړ شو.
نوموړي زياته کړه چې دوی د کلي د ستونزو د حل په موخه د ناستو او جرګو لپاره ځانګړی ځاى نه درلود.
د هغه په وينا، په ياد مرکز کې به له دې وروسته په هرو پنځلسو ورځو کې د سيمې د ستونزو د حل په موخه ناستې کېږي.
د شمال زون د ملي پيوستون د اړيکو مسوول سعادت وويل، چې په سرپل ولايت کې تر دې دمه ۶۱۲ کلي د ملي پيوستون د پروژو تر پوښښ لاندې راغلي دي.
نوموړي زياته کړه چې تر دې دمه په دغه ولايت کې ۱۷۸۸ پروژې بشپړې شوې او ۵۰۰ نورې تر کار لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان ورګو ولايت کې د ۳۴ ميليونو افغانيو په لګښت ۳۰ بېلابېلې پروژې بشپړې شوې.
د ميدان وردګو ولايت وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې يادې پروژې په جلرېز او د حصه اول بهسودو ولسواليو کې بشپړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې دا پروژې د کليو پراختيا او بيارغونې ادارې د ملي پيوستون پروګرام له لوري د ۳۴ ميليونه افغانيو په مالي لګښت بشپړې شوې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې چې ۲۵ يې په جلرېز او ۵ يې په حصه اول بهسودو ولسواليو کې دي، کوچني برېښنا کوټونه، د غونډو تالارونه، سړکونه، پلچکونه، کانالونه او د اوبو کوچنۍ ذخېرې شامل دي.
دى وايي، له يادو پروژو چې د ۳۵ کليوالي شوراګانو له لوري يې چارې پرمخ وړل کېدې، ترې به درې زره شپږ سوه دوولس کورنۍ ګټه واخلي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن