پل علم (پژواک ١٨ ليندۍ ٩٣): په لوګر کې د پوهنتون د نشتوالي او د هېواد نورو پوهنتونونو ته د اقتصادي ستونزو له امله د نه لاسرسي په وجه به په دغه ولايت کې د دوولسم ټولګيو ډېرى فارغان بې زده کړو پاتې شي.
دا څرګندونې د لوګر ولايت د دوولسم ټولګيو يو شمېر فارغانو د ليندۍ په ١٨مه په دغه ولايت کې د کانکور ازموينې پر مهال وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت درې کاله مخکې لوګر ولايت ته د پوهنتون منظوري ورکړې، خو د ځمکې پر سر يې د جنجال له امله تراوسه پوهنتون نه دى جوړ شوى.
دا ولايت په يوه کرايي کور کې يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځى لري، خو سږ کال يې له بېلابېلو لېسو څخه کابو څلور زره د دوولسم ټولګيو فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه واخيسته.
د دغې ازموينې يوې ګډونوالې شيما پژواک خبري اژانس ته وويل، : ((غواړم ژورناليزم او يا د ادبياتو پوهنځى ولولم ، خو دا پوهنځي په لوګر کې نه شته او کورنۍ به مې کابل يا بل ولايت ته اجازه رانه کړي چې د زده کړو لپاره ورشم.))
هغې په دې تړاو ډېرې خبرې ونه کړې ؛خو يادونه يې وکړه چې د ځان په اړه افسوس کوي.
د پل علم د کلنګار لېسې د دوولسم ټولګي فارغ عبدالله پژواک ته وويل ، زرګونه کسانو سږکال د کانکور ازموينه ورکړه ، خو ښايي ډېر يې له زده کړو بې برخې پاتې شي.
ده وويل: (( دلته پوهنتون نشته او نورو ولايتونو کې پوهنتون لوستل مصرف غواړي ، ښايي زما په ګډون ډېر نور د بريا په صورت کې هم زده کړې ونه شي کړاى.))
د محمداغې ولسوالۍ د ده نو لېسې د دوولسم ټولګي فارغ احمداغا پژواک اژانس ته وويل: (( پل علم کې بايد پوهنتون جوړ شي، يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځى بسنه نه کوي.))
ده وويل چې د کانکور ازموينه کې يې انتخاب کړي پوهنځي په لوګر کې نشته، خو په دې هم پوهېږي چې د اقتصادي ستونزو له امله به يې په بل ولايت کې ونه شي ويلى.
د لوګر د پوهنتون رييس وحيدالله عبدالرحيم زي پژواک ته وويل، چې سږکال د لوګر ولايت ٣٨٩٣ تنو په کانکور کې برخه اخيستې وه.
هغه وويل ، په لوګر کې د پوهنتون د نشتوالي له امله به سږکال يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ٣٠٠ تنه جذب کړي او پاتې به د بريا په صورت کې نورو ولايتونو ته د زده کړو لپاره لاړ شي.
ده وويل چې د لوګر ولايت لپاره پوهنتون منظور شوى، خو تراوسه يې ودانۍ نه ده جوړه او حتى د پوهنتون رياست هم په يوه کرايي ودانۍ کې دى.
هغه وايي چې د پوهنتون د جوړېدو لپاره بوديجه هم منظور شوې ، خو ځکمه ورته نه پيدا کېږي.
د ولسي جرګې غړي محمداکبر ستانکزي د دې ولايت د پوهنتون د نه جوړېدو لامل د ولايتي ادارې بې غوري وبلله.
ده وويل: (( د پوهنتون بوديجه له يوه کال څخه بل ته انتقالېږي خو ولايتي اداره پوهنتون پرې نشي جوړولى .دلته خلک ډېر غريب دي نه شي کولى چې خپل بچيان نورو ولايتونو ته د زده کړو لپاره ولېږي.))
د لوګر سرپرست والي نياز محمداميري وايي چې د پوهنتون جوړولو پر وړاندې يې يواځينى خنډ د ځمکې نشتوالى دى .
اميري پژواک اژانس ته وويل : (( که ځکمه واى پوهنتون به جوړ وو، موږ بې غوره نه يو، مشکل د ځمکو دى چې څه ځمکې دي هغه غاصبانو او زورواکو نيولې دي.))
هغه په دې تړاو نور څه ونه وويل، خو يادونه يې وکړه چې هڅه کوي څو د لوګر پوهنتون لپاره مناسبه ځمکه پيدا کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن