Language

پکتيا کې ٧٠٠ کيلوګرامه چرس نيول شوي

ګردېز (پژواک،٢٠ لېندۍ ٩٣): په پکتيا کې د عمليات پر مهال اووه سوه کيلوګرامه چرس او ورسره په تړاو څلور کسان  نيول شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ګردېز ښار د اودکي په سيمه کې د چرسو پر يوې کارخانې عمليات کړي دي.

اورياخېل وايي، د دغو عملياتو په ترڅ کې ٧٠٠ کيلوګرامه  چرس او څلور کسا  نيول شوي او د جګړې پر مهال د چرسو يو کاروباري وژل شوى او بل ټپي دى.

هغه د نيول شوو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.

بلخوا د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبازرې مدير سمونوال محمد عسکر پژواک اژانس ته وويل، په دې کارخانه کې چرس پخېدل او د پلور لپاره نورو سيمو ته لېږدول کېدل.

دى زياتوي چې د کال له پيله يې تر اوسه د زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکو تر څنګ ٢٢ تنه نيولي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د ګردېز ښار اوسېدونکي حميد پژواک  اژانس ته وويل چې پوليس بايد د ښار اړوند ډېرې نورې سيمې هم وپلټي ښايي دغسې کارخانې نورې هم پيدا کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې نيول شوو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.

چارواکي په پکتيا ولايت کې د نشه يي توکو کرکيله صفر بولي خو ويل کېږي د دغه ولايت په لرو پرتو او سرحدي ولسوالۍ کې ځايي بزګر چرس کري.