Language

”سوېلي وزيرستان ته د افغان لاريو مخه نيول شوې”

خوست (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): په پکتيکا ولايت کې د بار وړونکو موټرو چلوونکي غوښتنه کوي چې د سوېلي وزيرستان له لارې د مالونو پر لېږد دې د لګول شوي بنديز ستونزه هواره شي.

هغوی له تېرو دوو اوونيو راهيسې خپل سلګونه موټر په مرکز ښرنه کې له دې امله درولي چې د وزير قوم ورته د کرښې هغې غاړې ته د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

يوه موټر چلوونکي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل، د وزير قوم ځکه د سوېلي وزيرستان له لارې د دوی موټرو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي چې د دوی په پرتله د وزير قوم د موټرو شمېر کم دی.

نوموړي زياته کړه، د کرښې دې غاړې ته د بار وړونکو موټرو شمېر چې له يادې لارې تېرېږي، تر زرو ډېر دی خو د وزيرستان د خلکو موټر د دوو سوو په شاوخوا کې حساب شوي دي.

لعل محمد زياته کړه: ((وزير له موږ سره ظلم کوي. دوی وايي، څومره موټر چې دوی لري، هغومره زموږ موټرو ته د بار لېږدولو اجازه ورکوي او له هغه زيات موټر نه پرېږدي.))

يوه بل موټر چلوونکي ګل احمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، له هغه راهيسې چې موټر يې په ښرنه کې درولي، له زياتو مالي زيانونو سره مخ شوي دي.

هغه ګواښ وکړ چې که له پولې ها خوا ورسره د ترانسپورت د قوانينو پر بنسټ سم چلند ونه شي، نو د کرښې دې غاړې ته به د سوېلي وزيرستان د خلکو د موټرو د را اوښتو مخه هم ونيسي.

ګل احمد ځدراڼ وايي: ((موږ له افغان دولته غواړو چې د دې ستونزې په هواري کې مرسته وکړي، زموږ حق دې تر پښو لاندې نه کېږي.))

د پکتيکا د ترانسپورت عمومي مدير کشمير خان له پژواک اژانس سره په خبرو کې ياده ستونزه جدي بولي او وايي چې د هواري لپاره يې د لارې موندل، د دوی له وس پورته خبره ده.

خو له دې سره سره هغه وويل چې په دې تړاو يې هڅې پيل کړې څو د ولايتي ادارې په مرسته حل لاره ورته پيدا کړي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، د سوداګريزو مالونو د واردولو او يا بهر ته د وړلو لپاره يې ياده لار ځکه غوره کړې؛ چې د نورو لارو په پرتله د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ښار ته لنډه او اقتصادي تمامېږي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې اړه يې له اړوند ادارو سره خبرې کړې څو حل ورته ومومي.

افغان وويل: ((د ارګون-انګور اډې لاره رسمي ترانزيټي لاره نه ده، په دې لاره له پخوا راهيسې د قومي تړون پر بنسټ بار وړونکي موټر ځي، راځي خو اوس په کې يو څه ستونزې پيدا شوې دي.))

ده وويل چې د ترانسپورت دا ستونزه قومي بڼه لري او د دغه ولايت سرپرست والي محب الله صميم په دې اړ له قومي مشرانو سره ليدنې کتنې پيل کړې دي.

د والي وياند زياتوي، د قومي تړونونو پر اساس د هر قوم موټر بايد د خپلې ونډې له مخې پر دې لاره تګ راتګ وکړي، اوسنۍ ستونزه د نا انډولۍ له امله پيدا شوې چې حل به ورته پيدا شي.