ګردېز (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): د پکتيا اوسېدونکي له ولسمشره غواړي چې د کابينې په جوړولو کې د لويې پکتيا کدرونه له پامه ونه غورځوي.
د پکتيا ولايتي شورا پخواني رييس ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، که ولسمشر غني ګډ حکومت جوړوي نو بايد د دوى ونډه په کې له پامه ونه غورځوي.
نوموړی وايي چې لويې پکتيا په ټاکنو کې له يو ميليون ډېرې رايې ولسمشر ته ورکړې او بايد چې دی هم د رايو په تناسب دوی ته په کابينه کې ځای ورکړي.
احدي وايي په پکتيا کې ډېر علمي کدرونه شته او ولسمشر يې بايد په بېلابېلو دندو وګوماري.
د مدني ټولنو فعال ډاکټر عبدالهادي حماس پژواک ته وويل، پکتيا والو د هر نوي واکمن په راوستو کې لوی رول لوبولی او ډېر خطرونه يې پر ځان منلي دي.
هغه زياتوي چې وروسته بيا د سياسي واک په وېشلو کې دوی هېر شوي او پوره ونډه نه ده ورکړل شوې.
حماس وايي، په تېرو ټاکنو کې د لويې پکتيا اوسېدونکو ډاکټر اشرف غني ته په بېساري ډول رايې ورکړې چې د هېواد هېڅ بلې برخې ورته دومره رايه نه ده ورکړې.
د پکتيا يو قومي مشر خواني جهاني وايي، ارګ ته د اشرف غني په رسولو کې د لويې پکتيا خلک پنځه وېشت سلنه رول لري او بايد واک هم د همدې سلنې پر اساس ورکړي.
پکتياوال نه يواځې له نوي حکومته د سياسي واک غوښتنه کوي، بلکې له مخکني ولسمشره هم د دوى ځانګړې غوښتنه همدا وه.
پکتيا وال وايي چې مخکني ولسمشر ته يې هم په اکثريت رايې ورکړې وې، خو واک ته له رسېدو وروسته د بيارغونې او سياسي واک په برخو کې ورته پاملرنه ونه شوه.
ډاکټر اشرف غني د وري مياشتې په ٥مه د ټاکنيز کمپاين پر مهال په دغه ولايت کې غونډې ته ويلي وو چې د بريا په صورت کې به د پکتيا ټرانزيټي کولو تر څنګ د مچلغو بند جوړوي، پروژې به ورته پلې کوي او خلکو ته به يې کار پيدا کوي.