Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده

کلات ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٣ ) : د زابل د عامې روغتيا رياست وايي چې په روانه مياشت کې په دې ولايت کې د ګوزڼ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

ددې ولايت د عامې روغتيا رياست  د واکسين د برخې مسوول ډاکټر محمد طاهر د ليندۍ په  ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د کلات ښار د خرواريانو په کلي کې ثبت شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دغې پېښې د رامنځته کېدو په غبرګون کې د دوى ادارې د زابل په پنځو ولسواليو کې د ګوزڼ د مخنيوي لپاره د واکسين ورکولو بهير پيل کړی دی .

ډاکټر طاهر وايي چې د کلات تر څنګ په شهرصفا، شاه جوى ، ميزانه او شينکۍ ولسواليو کې به په دوو دورو کې ۳۴ زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسين ورکړل شي.

د هغه په وينا، يوه دوره واکسين په روانه اونۍ کې تطبيقېږي او بله دوره به هم راتلونکې اونۍ تطبيق شي.

د زابل سرپرست والي محمد اشرف ناصري چې د واکسين د پيل په مراسمو کې يې خبرې کولې، پژواک ته وويل چې ماشومان د هېواد راتلونکى جوړوي او بايد د روغتيا په اړه يې زياتې هڅې وشي.

نوموړي له قومي مشرانو، علماوو او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د پوليو د واکسين په تطبيق کې له دولت سره مرسته وکړي .

په زابل کې له تېرو پنځو کلونو راهيسې دا لومړۍ د پوليو مثبته پېښه ده چې د چارواکو په خبره، پر وړاندې يې دوى په بېړنۍ توګه د واکسين کمپاينونه پيل کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.