Language

پکتيا کې د داعش  ډلې قوماندان نيول شوى

ګردېز(پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي، چې په پکتيا ولايت کې يې د ”اسلامي حکومت يا داعش ” وسله والې ډلې مشهور قوماندان له درېيو وسله والو سره نيولى دى.

د ياد ولايت د والي مرستيال عبدالولي سهي د ليندۍ په٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ملي امنيت سرتېرو د قوماندان قاري امان الله په نامه يوتن ، چې په قاري خالد مشهور دى نيولى .

سهي د نوموړي د نيولو کېدو د څرنګوالي په تړاو ډېر څه ونه ويل، خو يادونه يې وکړه، چې قاري امان الله خطرناک وسله وال دى او امنيتي ادارو ترې څېړنې پيل کړې دي.

بله خوا د پکتيا ولايت دوو باوري امنيتي سرچينو پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوی قوماندان د داعش د څو ولايتونو د قوماندان مرستيال دى.

يادې سرچينې وايي، چې قاري امان الله تېره ورځ له غرمې وروسته د ګردېز په شکرخېلو سيمه کې د تره   ښځې په جنازه کې يې د ملي امنيت ځواکونو له لوري د پنځلس دقيقو نښتې په ترڅ  کې ونيول شو.

سرچينې زياتوي، چې نوموړى قوماندان په پکتيا، غزني او شاوخوا ولايتونو کې د داعش يا د اسلامي حکومت د وسله والې ډلې د قوماندان قاري اکرام مرستيال دی.

د سرچينو په وينا، نيول شوي قوماندان د حکومت پر وړاندې ډله ييز وسله وال او ځانمرګي بريدونه تنظيمول او سږکال يې د ملي امنيت ۱۱ مهم کارکوونکي يا په خپله وژلي او يا د هغه د بريدونو د طرحې په پايله کې وژل شوي  دي.

د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل هم د ياد تن نيول کېدل رسنيو ته تاييد کړي، خو وايي چې په تړاو به يې پوره جزييات وروسته خپاره کړي.

اورياخېل  يادونه کړې چې نيول شوى تن خطرناک دى.

افغان چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په تړاو رسنيو ته په رسمي ډول څه نه دي ويلي ، خو د تلې مياشتې په ١٠مه په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کپمبل ويلي و، کره استخباراتي معلومات نه شته چې داعش ډله دې دغلته فعاليتونه ولري.

پخوا دا ګونګسې هم وې چې ګنې داعش ډله په افغانستان کې د فعاليتونو د پيلولو په لټه ده او د افغانستان په ګډون يې د سيمې هېوادونو لپاره مولوي عبدالرحيم مسلم دوست امير ټاکلى دى.

خو مسلم دوست  په تازه خپاره کړي غږېز پيغام کې ويلي چې له داعش سره يې بيعت کړى، خو د دې ډلې له خوا د خراسان د امير په توګه نه دى ټاکل شوى.

داعش ډله په عراق او سوريه کې وسله وال فعاليت کوي او په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم ددغې ډلې د فعاليتونو وېره پيدا شوې ده . 

Related Topics