Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چپرهار کې پر پوستو ډله ييز بريدونه شوي

جلال اباد ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو تېره شپه ديوه موټر بم ترڅنګ د چپرهار ولسوالۍ پر بېلا بېلو امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د ليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريدونه تېره شپه په لسو بجو پيل او شاوخوا دولس نيمې بجې پاى ته ورسېدل.

هغه زياته کړه،  چې وسله والو مخالفينو د يادې ولسوالۍ د غور اباد په سيمه کې پر يوې پوستې د موټربم بريد کړى دى.

د نوموړي په وينا، په يادو بريدونو کې دوه پوليس ټپيان شوي، د رې وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.

خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ  وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي چې په دې بريدونو کې څلور پوليس ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پوليسو په ځوابي بريدونو کې څلور وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى ديوې تکتيکي چاودنې له امله د غراباد پوسته له منځه وړې او په کې يې تر ١٢ زياتو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.