Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بې پيلوټه  الوتکې بريد کې د پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د  بې پيلوټه الوتکې بريد کې د څلورو پاکستانيانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ مازديګر د شېرزادو ولسوالۍ د کړوم په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په وسيله ياده سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو موټر په نښه کړى ، چې په ترڅ کې يې ١٢ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې د شېرزادو ولسوالۍ لپاره د وسله والو نظامي مسوول سيفور او د حصارک ولسوالۍ لپاره د هغوى سرپرست ولسوال سپين غر هم شامل دي.

دغه راز نوموړي وويل چې په وژل شوو کې څلور پاکستاني وسله وال هم شامل دي، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

بلخوا ځينو نورو سرچينو ويلي چې وژل شوي پاکستانيان د تحريک طالبان پاکستان مهم غړي وو او  له ځايي وسله والو سره د ورانکارۍ لپاره يو ځاى شوي وو.

وسله والو د دغه بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.