Language

زابل کې د يوې شورا دوه غړي طالبانو ته  د پيسو ورکولو په تور نيول شوي

کلات، خوست (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٣): د زابل چارواکي وايي ، چې د ملي پيوستون د يوې کليوالې شورا دوه غړي يې وسله والو طالبانو ته  د پيسو ورکولو په تور نيولي دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني د ليندۍ په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل د شاجوى ولسوالۍ د کجيرخېلو د کلي اوسېدونکي او د همدې کلي د پرمختيايي شورا رييس او منشي يې د دولت وسله والو مخالفينو ته د پيسو د ورکولو په تور نيولي دي.

ده وويل له څه مودې راهيسې د پوهنې، واکسينونو او د ملي پيوستون د پروګرامونو لپاره ځانګړې شوې پيسې وسله والو طالبانو ته رسېدې او په وسيله يې هغوى تخريبي کړنې کولې.

امنيه قوماندان وايي، چې دوى په شاجوى ولسوالۍ کې پوليسو ته امر وکړ چې په دې اړه څېړنې وکړي او په کې تورن کسان ونيسي چې د څېړنو په ترڅ کې يې دا دوه تنه ونيول.

دده په خبره، نيول شوو کسانو په څېړنو کې منلې ده چې وسله والو طالبانو ته يې ۲۲۰ زره پاکستانۍ کالدارې ورکړې دي

نيول شوي کسان هم مني چې د دوى دکلي د پژورې لپاره ځانګړې شوې پيسې وسله والو طالبانو ته رسېدلي، خو د دوى په خبره، په زور يې ورڅخه اخيستې دي

د کجيرخېلو د شورا مشر عبدالهادي په امنيه قوماندانۍ کې رسنيو ته وويل چې دوه سوه زره کلدارې يې چې د پرمختيايي کارونو لپاره وې  طالبانو د دوى د شورا منشي د خلاصون لپاره ورکړې دي.

دده په خبره، چې وسله والو طالبانو هغه وخت د دو‌ى منشي خوشې کړ کله چې يې  پيسې ورڅخه واخيستې.

د کجيرخېلو د شورا منشي قمرالدين هم وايي چې دوى هيڅکله وسله والو ته په خپله خوښه پيسې نه دي سپارلي، بلکې دوى غوښتل چې په يادو پيسو په خپل کلي کې پولګوټي جوړ کړي.

د يوه بل خبر له مخې، په خوست ښار کې د ملي اردو د تاسيساتو پر يوه رېنجر موټر د ماين چاودنې يو سرتېرى وژلى او بل يې ټپي کړى دى.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن ماسپېښين يوه نيمه بجه د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ملي اردو د تاسيساتو پر موټر وشوه.

هغه زياته کړه، ماين چې د سړک پرغاړه اېښودل شوی و، د چاودنې له امله يې د ملي اردو يو سرتېری ووژل شول او يو بل ټپي شو، چې د ټپي روغتيايي حالت ښه دی.

د پېښې يوه عيني شاهد سيدکريم، چې مجاهد څلور لاري ته نږدې دوکان لري، پژواک اژانس ته وويل، تر چاودنې وروسته يې وليدل چې يو سرتېری له موټر څخه راځوړند و.

سيدکريم په ياده پېښه کې د نورو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل.

تر اوسه د يادې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

Related Topics