ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”ختيځ کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال ٣٧٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې“

”ختيځ کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال ٣٧٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې“

author avatar
22 Dec 2014 - 15:20
”ختيځ کې د تېرو نهو مياشتو پرمهال ٣٧٨ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې“
author avatar
22 Dec 2014 - 15:20

جلال اباد( پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣ ): په ختيځ کې د عامه نظم امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو نهو مياشتو کې يې په ختيځو ولايتونو کې ٣٧٨ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ شمېر يې ژوندي نيولي دي.

د عامه نظم د دويمې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي د مرغومي په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې که څه هم د دوى قرارګاه په ننګرهار کې ده خو دندې يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې دي .

هغه زياته کړه چې د دوى کنډکونه د دندې په موخه يو شمېر لرې ولايتونو ته ځي، چې په تېرو نهو مياشتو کې يې په ختيځ کې ٢٩٦ وسله وال مخالفين وژلي او ٨٢ نور يې ټپيان کړي دي.

د نوموړي په خبره، دوى په بېلابېلو ځانګړو او ګډو عملياتو کې ګډون کړى چې وسله والو ته د يادې مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ يې ١٤١ وسله وال مخالفين ژوندي هم نيولي دي.

ده زياته کړه : (( په دغو نهو مياشتو کې ٢٤ زموږ افسران وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان شوي دي، چې ټپيان يې بېرته ښه شوي او خپلو دندو ته يې دوام ورکړى دى.))

د نوموړي په وينا، که څه هم د دوى يو شمېر کنډکونه په نورو ولايتونو کې ځاى پر ځاى دي، نو هلته هم ګڼې لاسته راوړنې لري ، خو يواځې په ختيځ کې دوى سلګونه ميله کلاشينکوفونه، دهشکې،راکټونه او نور چاودېدونکي توکي نيولي دي.

ددغه قوماندان په خبره، چې په تېرو نهو مياشتو کې يې د وسله والو مخالفينو سلګونه  بريدونه شنډکړي او په تېرو دوو مياشتو کې يې د نورستان ولايت اړوند سيمو کې شل بېلابېلې حملې شنډې او د نښتو په ترڅ کې يې ګڼ شمېر وسله والو ته  مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي وويل: (( زموږ ځواکونه په حصارک ولسوالۍ کې هم شته، هلته په اونۍ کې حتمي پنځه يا شپږ بريدونه کيږي، مګر موږ هلته وسله وال په شاتمبولي ، د تالاشۍ پوستې مو هم اچولي او وسله وال مو نيولي دي.))

دى وايي چې نورستان ولايت ته غځېدلې لار چې له څو کلونه راهيسې دترافيکو پر مخ تړل شوې وې،دوى خلاصې کړي او د لارې په اوږدو کې يې پوستې ځاى پر ځاى کړې دي.

ده وويل چې اوس د نورستان والي او نور لوړپوړي چارواکي هم په دغه لاره تګ راتګ کوي او ياده لاره په بشپړ ډول خلاصه ده.

دى هغه ادعا هم په کلکه ردوي چې دوى هېڅ يوه وکيل او يا چارواکي ته ځانګړي ساتونکي نه دي ورکړي او د دوى ټول پوليس په خپلو دندو بوخت دي.

مل پاسوال ساپي وويل: (( موږ د شخص ساتونکي نه لرو، همدا اوس زموږ پوليس د ننګرهار ولايت مقام ساتي،مګر د والي صيب شخصي ساتونکي نه دي.))

ده په ولس غږ وکړ چې پر دوى دې باور وکړي او مرسته دې ورسره وکړي تر څو هېواد په راتلونکي کې له بدبختيو وژغوري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.