خوست (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د خوست د دارالتاديب مشر پر ډزو وژلى دى.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې د دارالتاديب ( د جرمونو په تور نيول شوو ماشومانو د اصلاح مرکز ) مشر نوربادشاه ګل تېر ماښام د خپل کور مخې د تومانچې پر ډزو وژل شوى دى.
نوموړي زياته کړه، چې بريد کوونکي سمدلاسه تښتېدلي، خو پوليسو د بريد کوونکو د نيولو او د دارالتاديب مشر د وژنې د لامل په اړه څېړنې پيل کړې دي.
ځدراڼ وويل، چې نوربادشاه ګل له ۱۳۸۷ لمريزکال راهيسې د خوست د دارالتاديب مشر و او ممکن د هغه وژنه يوه سياسي پېښه وي، ځکه له چا سره يې شخصي دښمني نه لرله.
دغه راز د خوست د والي له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د هغه د وژنې د پخلي ترڅنګ ياده پېښه غندل شوې او د عاملينو د نيولو په اړه يې امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې ده.
تر اوسه د هغه د وژنې مسووليت چا نه دي اخيستى .