Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې تر ۱۴۰ زيات ښوونځي تړلي دي

په زابل کې تر ۱۴۰ زيات ښوونځي تړلي دي

author avatar
23 Dec 2014 - 14:33
په زابل کې تر ۱۴۰ زيات ښوونځي تړلي دي
author avatar
23 Dec 2014 - 14:33

کلات ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ): د زابل د پوهنې رياست چارواکي وايي چې لا هم په دغه ولايت کې تر نيمايي زيات ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي دي او د بېرته خلاصېدو لپاره يې له قومي مشرانو د مرستې غوښتنه کوي .

بله خوا ددې ولايت يو شمېر زده کوونکي، قومي مشران او چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د ګواښ ترڅنګ يو شمېر نورې ستونزې هم شته چې د پوهنې په بهير کې خنډونه جوړوي .

که څه هم د تېرو کلونو په نسبت د پوهنې د رياست چارواکي د پرانيستو ښوونځيو شمېر زيات ښيي او د ډېرو پرمختګونو ادعا کوي،خو بيا هم ددې ولايت له هرو لسو ښوونځيو څخه يې شپږ تړلي دي .

د زابل د پوهنې رييس رحيم الله لودين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا مهال ددې ولايت له ۲۳۸ ښوونځيو څخه ۱۴۶ يې تړلي او ۹۲ يې پرانيستي دي.

نوموړی وايي چې د دوى رياست د کتابونو، قرطاسيې، څوکيو، ښوونکو او د ښوونځيو لپاره نور اړين توکي په واک کې لري او يواځې امنيت دي چې د دوى د کارونو مخه يې نيولې ده .

لودين همدارنګه زياته کړه چې په لرې پرتو ولسواليوکې د ستونزو له امله دوى د ښوونځيو سمه څارنه نه شي کولي او په دې برخه کې بايد ورسره سيمه ييز مشران مرسته وکړي ، تر څو د پوهنې لپاره ځانګړي شوي امکانات ضايع نه شي.

هغه زياته کړه چې دوى په تېرکال کې يو شمېر ښوونځي بېرته فعاله کړي، څوکۍ، ميزونه او کتابونه يې ورکړي، خو څه موده وروسته له هغې سيمې بېرته شکايتونه راغلي چې د پوهنې وسايل بې ځايه کارول کيږي .

د پوهنې رييس ټينګار وکړ چې که مشران او علما ورسره همکاري ونه کړي نو ستونزې به پر ځای پاتې وي او لسګونه زره زده کوونکي به له زده کړو بې برخې وي .

لودين وايي چې د تړلو ښوونځيو تر څنګ، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى، د پوره مسلکي ښوونکو لږوالى، د پرمختللو تدريسي وسايلو کمښت او د ولس نه همکاري نورې هغه ستونزې دي چې د پوهنې بهير يې ټکنی کړی دی .

د زابل يوتن قومي مشر مجيدخان پژواک ته وويل چې د ښوونځيو د بېرته پرانېستلو مسووليت د علماوو او قومي مشرانو پر غاړه دى.

هغه پر ديني علماوو تور پورې کړ چې د وېرې له امله يې تر اوسه د ښوونځيو د بېرته پرانېستلو په کار کې مرسته نه ده کړې او ورته په کار ده چې په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

مجيد خان وايي ، که د ماشومانو پر مخ ښوونځي بند وي ، نو دا په دې مانا چې يو بل نسل به هم په جګړه کې ښکېل وي ، ځکه بې تعليمه کسان بې له دې چې وسله پورته کړي بله چاره نه لري.  

د زابل ولايت يوتن ديني عالم مولوي عبدالولي وايي، چې د ښوونځيو دبندېدو مسووليت د قومي مشرانو او علماوو  پر غاړه دى .

هغه زياتوي،اوس ټول په دې قانع دي چې ښوونځيو ته اړتيا شته خو دا چې علما او قومي مشران يې د بېرته پرانېستل کېدو لپاره ګام نه وچتوي دا د دوى مسووليت دی .

نوموړي د پوهنې پر رياست غږ وکړ چې د پوهنې په برخه کې غونډې را وبولي رښتينو مشرانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړي.

دى وايي چې د ښار خلک په دې برخه کې نه له طالبانو سره لىدلى شي او نه هم کوم ښوونځى پرانېستلى شي .

د تړلو ښوونځيو د ستونزې تر څنګ د زابل د پوهنې بهير له يو شمېر نورو ننګونو سره هم مخ دى .

د کلات ښار اړوند د سينک د لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى منيراحمد وايي چې په ښوونځي کې يې لابراتوار نشته او عملي زده کړې يې له صفر سره برابرې دي .

نوموړى وايي چې د ديارلس کلونو په تېرېدو سره بيا هم يوه مرکزي لېسه دومره امکانات نه لري چې خپل اړين درسونه په عملي توګه زده کوونکو ته وښيي چې دا د مرکزي دولت نه پاملرنه ثابتوي .

د شاجوى ولسوالۍ د چينو د ښوونځي د اوم ټولګي يوتن زده کوونکى عبدالخالق هم وايي چې د درسونو کيفيت ډېر ټيټ دى.

هغه زياتوي چې دکال په لومړيو کې کتابونه پر وخت نه رارسېږي او وروسته هم د بېلابېلو عواملو له امله درسونه ځنډيږي.  

نوموړي وويل چې په روان کال کې د ټاکنو جنجالي پروسې د دوى درسونه وځنډول او هغه ښوونکي چې ورته تدريس کوي پوره مسلکي نه دي.  

ددې ولايت د اټغر ولسوالۍ يوتن مخور حاجي حسن خان وايي چې په ولسوالۍ کې يې زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي .

هغه وايي چې په ولسوالۍ کې يې هېڅ ښوونځي نشته يواځي د ګوتو په شمېر څو هلکان په مرکز کلات کې ښوونځى لولي .

د ده په خبره، چې په تېرو ١٣ کلونو کې د ښوونځي په ګډون دولت د دوى هېڅ ډول غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ويلى، نو په  داسې حالاتو کې به څنګه امنيت راشي او څنګه به خلک د خپل دولت ملاتړ وکړي .

نوموړي ټينګار وکړ چې ښوونه او روزنه د هر افغان حق دى او څنګه چې د هېواد په نورو ولايتونو کې ماشومان ښوونځيو ته ځي د دوى هم زړه غواړي چې اولادونه يې ښوونځيو ته  لاړ شي او راتلونکى يې روښانه شي .

د زابل د شينکۍ ولسوالۍ چارواکي وايي چې امنيتي ساحه يې پراخه ده خو ښوونيزو اسانتياوو  ته  هم پوره لاسرسی نه لري .

د دغې ولسوالۍ ولسوال حاجي قاسم خان پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مرکز کې د شاه علم خان په نوم يوه لېسه فعاليت لري ، خو په نورو کليو کې ښوونځي نشته .

هغه زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکي له دولت سره همکار دي، په زياتو کليو کې هېڅ امنيتي ستونزه نشته او خلک د ښوونځي غوښتونکي دي .

ولسوال زياتوي چې په روان کال کې يې ددې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د درېيو يا څلورو ښوونځيو د فعالېدو لپاره د پوهنې له رياست څخه د امکاناتو غوښتنه کړې، خو د نشتوالي له امله نه دي ورکول شوي .

هغه وويل چې له يواځينۍ پرانېستې لېسې پرته د نورو مکتبونو يواځې سيمې معلومې دي خو ودانۍ نه لري او له مرکزي دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې بايد په راتلونکي کال کې د ودانيو لپاره ورته بوديجه منظوره کړي .

خو د زابل د پوهنې رييس  وايي چې د پراخو ستونزو حل يې د وس خبره نه ده او بايد چې په دې برخه کې ورسره دولتي چارواکي، قومي مشران، علما، وسله وال طالبان او عام وګړي مرسته وکړي ، تر څو ښوونځي پرانيزي او امکانات ورته برابر کړي .

هغه وايي چې دولت او خلک بايد پر وسله والو مخالفينو فشار راوړي او د خپلو اولادونو حق ورڅخه واخلي ، د خپلې سيمې ښوونځي پرانيزي، ځکه چې دپوهنې رياست نه شي کولى  په کومه سيمه کې  په زور ښوونځي پرانيزي .

د لودين په وينا، که ورسره سيمه ييز مشران او علما په رښتيني ډول مرسته وکړي، نو دوى پلان لري چې په زابل کې ټول ۲۳۸ ښوونځي پرانيزي او هغه لسګونه زره ماشومان چې اوس له زده کړو  بې برخې دي هم ښوونځيو ته لاړ شي.

Views: 1

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.