ترينکوټ (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): وسله والو په اروزګان ولايت کې يو ښوونکى او په ننګرهار کې يو قومي مشر وژلي دي.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد نايل د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو مخالفينو د خاص اروزګان ولسوالۍ د پيتاوي په کلي کې د محمدولي په نوم يو ښوونکى وژلى دى.
هغه زياته کړه چې وسله والو هغه لومړى له کوره را ايستلى او بيا يې پر ډزو وژلى دى.
نايل وايي چې نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.
د يو بل خبر له مخې، وسله والو مخالفينو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژلى دى.
د سره رود امنيه قوماندان عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د شمشپور په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د جنازې په مراسمو کې پر قومي مشر ملک سفير ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
د عبيدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د سيمې د يوه اوسېدونکي د جنازې په مراسمو کې سلګونو کسانو ګډون کړى و.
هغه زياتوي چې د جنازې پر مهال پنځه وسله وال راغلل او ياد قومي مشر يې د نورو له منځه و يوست او د هغه تر وژلو وروسته وتښتېدل.
وسله والو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP