اسعداباد-جلال اباد (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په نورستان او ننګرهار ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېر ماښام د وانت وايګل ولسوالۍ په منډېش سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د وسله والو پر يوه پټنځاى بريد کړى دى.
والي وايي چې په دغه بريد کې د يوه سرګروپ په ګډون څلور وسله وال وژل شوي .
د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغه بريد کې درې وسله وال وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې ، چارواکي وايي چې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د مرغومې په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د پڅ په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړى چې په پايله کې يې د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
دى وايي چې يادو وسله والو په سيمه کې تخريبي اعمال ترسره کول او په بېلابېلو وختونو کې يې له امنيتي ځواکونو سره نښتې هم ترسره کولې.
د نوموړي په وينا، يادو وسله والو ماينونه خښول چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړى دى.
د مشرقيوال په وينا چې په وژل شوو کې يو مشهور قوماندان هم شامل دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځينو ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه زيات شوي او ګڼ شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP