Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د کابينې د اعلان  ځنډ هېواد کې بې ثباتي رامنځته کړې”

جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ۹۳): د ننګرهار ولايت اړوند د پشه يي قوم سلګونو تنو د يوې  غونډې په ترڅ کې له ولسمشر څخه د کابينې د ژر تر ژه اعلانولو غوښتنه وکړه.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو دا دى څه د پاسه درې مياشتې وشوې، خو حکومت د کابينې په اعلانولو سره نه دى بريالى شوى او د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو تر سختو نيوکو لاندې راغلى دى.

د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د مرغومي په ٨مه، د پشه يي قوم سلګونو تنو چې په کې قومي مشرانو اوځوانانو برخه اخيستې وه، له ولسمشر څخه د کابينې د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

د پشه يي قوم يو تن قومي مشر حاجي موسی پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي او هېواد د بحران خواته روان دی .

هغه زياته کړه : (( موږ له ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې کابينه ولسي جرګې ته ور وپېژني.))

نوموړى وايي چې د وزيرانو له  ټاکلو سره به هر څوک خپل مسووليت وپېژني او حالات به د ښه کېدو خواته لاړ شي.

د ملي خوځښت او بدلون شورا مشر حاجي نوراغا ملکزي وويل، چې دوى له خپلې سيمې څخه وزيران نه غواړي، د هېواد په کچه فکر کوي، خو کابينه دې ژر تر ژره اعلان شي.

ملکزي زياته کړه: (( ولسمشر بايد له خپلو صلاحيتونو څخه استفاده وکړي او مغرضو کړيو ته دې اجازه نه ورکوي چې د کارونو پر وړاندې يې خنډ جوړ کړي.))

د ننګرهار ولايتي شورا پخواني رييس حاجي جمال قدير غونډې ته وويل چې لومړى ټاکنيزې ناندرۍ هېواد ته سخته اقتصادي ضربه ورکړه او له هغه وروسته اوس د کابينې ځنډ ټول ولس ناهيلى کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې سوداګر، دوکانداران، غريبکاران او د ولس هره طبقه خپلو کارونو ته اندېښمن دي او د کابينې اعلان ته سترګې په لاره دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.