جلال اباد (پژواک ٨ مرغومى ۹۳): د ننګرهار ولايت اړوند د پشه يي قوم سلګونو تنو د يوې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر څخه د کابينې د ژر تر ژه اعلانولو غوښتنه وکړه.
د ملي يووالي حکومت له جوړېدو دا دى څه د پاسه درې مياشتې وشوې، خو حکومت د کابينې په اعلانولو سره نه دى بريالى شوى او د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو تر سختو نيوکو لاندې راغلى دى.
د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د مرغومي په ٨مه، د پشه يي قوم سلګونو تنو چې په کې قومي مشرانو اوځوانانو برخه اخيستې وه، له ولسمشر څخه د کابينې د ژر اعلان غوښتنه وکړه.
د پشه يي قوم يو تن قومي مشر حاجي موسی پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي او هېواد د بحران خواته روان دی .
هغه زياته کړه : (( موږ له ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې کابينه ولسي جرګې ته ور وپېژني.))
نوموړى وايي چې د وزيرانو له ټاکلو سره به هر څوک خپل مسووليت وپېژني او حالات به د ښه کېدو خواته لاړ شي.
د ملي خوځښت او بدلون شورا مشر حاجي نوراغا ملکزي وويل، چې دوى له خپلې سيمې څخه وزيران نه غواړي، د هېواد په کچه فکر کوي، خو کابينه دې ژر تر ژره اعلان شي.
ملکزي زياته کړه: (( ولسمشر بايد له خپلو صلاحيتونو څخه استفاده وکړي او مغرضو کړيو ته دې اجازه نه ورکوي چې د کارونو پر وړاندې يې خنډ جوړ کړي.))
د ننګرهار ولايتي شورا پخواني رييس حاجي جمال قدير غونډې ته وويل چې لومړى ټاکنيزې ناندرۍ هېواد ته سخته اقتصادي ضربه ورکړه او له هغه وروسته اوس د کابينې ځنډ ټول ولس ناهيلى کړى دى.
نوموړي زياته کړه، چې سوداګر، دوکانداران، غريبکاران او د ولس هره طبقه خپلو کارونو ته اندېښمن دي او د کابينې اعلان ته سترګې په لاره دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP