خوست ښار ( پژواک، ١٢ مرغومى ٩٣ ) : د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، چې ۲۰۱۴ ميلادي کال د امنيت له پلوه د تېرو کلونو په پرتله د دې ولايت لپاره تر ټولو با امنه کال و.
نوموړي دغه څرګندونې د مرغومي په ١٢مه، د خوست په امنيې قوماندانۍ کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وکړې.
فيض الله غيرت وويل، چې که څه هم په ۲۰۱۴ کال کې کابل او ځينې نور ولايتونه د ځانمرګو او د سترو ډله ييزو بريدونو شاهد وو، خو په خوست کې د پام وړ کومه د ناامنۍ پېښه نه ده شوې.
نوموړي په دې ولايت کې د نا امنيو د کچې د ټيټوالي لاملونه د پوليسو پياوړتيا، په اړينو تجهيزاتو او وسايطو سمبالېدل، مسلکيتوب، اغېزمنې زده کړې او د زياتره خلکو همکاري په ګوته کړل.
سره له دې، چې غيرت په تېر ميلادي کال کې په دې ولايت کې د ځينو ناامنيو پخلی وکړ، خو افغان امنيتي ځواکونو او د حکومت وسله والو مخالفينو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات ور نه کړل.
همدارنګه قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه، چې په سرحدي ولسواليو کې پوليسو خپل امنيتي تدابير سخت کړي، څو وکولای شي، په خپل وخت د وسله والو د فعاليتونو مخنيوی وکړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د خوست ځينې خلک د سيمه ييزو پوليسو غوښتنه کوي، وويل، چې تر اوسه په دې ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل او ګومارلو ته اړتيا نه لېدل کېږي.
غيرت دغه راز وويل، چې د پوليسو د لا نور مسلکي کولو لپاره يې جدي ګامونه اخيستي او له خلکو سره د دوستانه رويې په برخه کې د زده کړو پرمهال زيات ټينګار پرې کوي.
د دې ولايت يو تن پوليس بختي جان پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم تجهيزات او زده کړې يې تر ډېره بريده ښه شوي، خو بيا هم پوليس مډرڼو او پرمختللو وسلو ته اړتيا لري.
هغه د کورنيو چارو له وزارته وغوښتل، چې پر خوست سربېره د هېواد د نورو ولايتونو د پوليسو تجهيزاتو، اکمال، مسلکي زده کړو او نورو اسانتياوو لپاره جدي کار وکړي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکپ سپين ږيري ګل مت خان پژواک ته وويل، چې له خلکو سره د رويې په برخه کې په پوليسو کې بدلون راغلی، خو په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا لېدل کېږي.