ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړو د سنګين پېښې عاملينو ته سخته سزا وغوښته

د مشرانو جرګې غړو د سنګين پېښې عاملينو ته سخته سزا وغوښته

author avatar
4 Jan 2015 - 15:35
د مشرانو جرګې غړو د سنګين پېښې عاملينو ته سخته سزا وغوښته
author avatar
4 Jan 2015 - 15:35

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): د مشرانو جرګې ځيني غړي وايي چې د هلمند وروستۍ پېښه دې په جدي ډول وڅېړل شي او عاملينو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

د مرغومي په لسمه شپه د سنګين ولسوالۍ د ميان رودي سيمې په يوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال راکټونه ولګېدل چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ٢١ تنه ووژل شول او تر ٥٠ ډېر ټپيان شول.

په دې تړاو د ملي اردو شپږ کسان نيول شوي او له دې ډلې دوه تنه تورن پېژندل شوي دي.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د يادې پېښې په اړه بحثونه وشول او دغه پېښه په کلکو ټکو وغندل شوه.

په ياده جرګه کې د هلمند استازي شېرمحمد اخندزاده وويل چې د جرګې له يو شمېر نورو غړو سره سنګين ولسوالۍ ته تللى و او د پېښې له زيانمن شوو سره يې له نږدې ليدلي دي.

هغه زياته کړه: ((د واده خلکو قول اردو ته خبر ورکړى وچې نن شپه واده لري تر څو پر دوى ډزې ونه کړي، خو مازديګر مهال د ملي اردو له درېيو پوستو ډزې شوې او ګڼ شمېر کسان يې وژلي او زخميان کړي چې ډېر يې ماشومان او ښځې دي؛ ملي اردو ډېر ظلم کړى.))

د اخندزاده په وينا، په هلمند کې د ملي اردو چارواکو ورته ويلي چې د واده په مراسمو کې يو طالب پټ شوى و نو ځکه يې ډزې پرې کړې دي.

د ده په وينا، د سنګين خلکو له دندو د دې ولسوالۍ د چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه کړې او د پېښې عاملينو ته په کلکه د سختې سزا غوښتونکي دي.

په ياده غونډه کې د زابل استازي محمد داود اساس هم وويل چې د سنګين ياده پېښه ډېره خواشينوونکي ده او عاملينو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ ډېر بدبخته خلک يو، يوه ورځ مو طالب وژني، يوه ورځ مو امريکايي وژني او که له دې بچ شو نو بيا مو ملي اردو وژني.))

په ياده جرګه کې د دايکنډي استازى علي اکبر جمشيدي بيا وايي چې د يادې پېښې د څېړلو لپاره دې جرګه پلاوى وټاکي.

هغه زياته کړه: ((دغه پلاوى بايد هلته سمه پلټنه وکړي چې دغه راکټونه ملي اردو توغولي او که نه، ځکه کېداى شي دغه کار د ملي اردو پر وړاندې يوه توطيه وي.))

په مشرانو جرګه کې د هلمند د استازو د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د جمهوري رياست، کورنيو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت پلاوي د يادې پېښې د څېړنې په موخه هلمند ته ورغلي دي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسمليار هم ياده پېښه وغندله او د دې جرګې د امنيتي او دفاعي چارو کمېسيون ته يې دنده ورکړه چې په دې اړه پوره څېړنه وکړي او راپور يې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.