Language

د حقاني شبکې د يوه مهم غړي د وژلو خبر ورکړل شو

خوست (پژواک ١٥ مرغومى ٩٣): د خوست مسوولين وايي، امنيتي ځواکونو د حقاني شبکې يو مهم غړى په يوه بريد کې وژلى دى.

د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر د دې ولايت اړوند د کونډيو په سيمه کې امنيتي ځواکونو د حقاني شبکې پر يوه مهم غړي بريد کړی او وژلی يې دی.

ده زياته کړه، د حقاني شبکې دغه غړی او يو ځانمرګی بريدکوونکی، چې پر موټر سايکل کوم ځای ته د تګ په حال کې وو، د کشفي راپور پربنسټ پرې بريد شوی دى.

د هغه په وينا، دغه وژل شوی کس سيدامين نومېده او په خوست ولايت کې يې د يادې شبکې لپاره د ځانمرګو بريدکوونکو په روزلو او د دغو بريدونو په تنظيمولو کې مهم رول درلود.

د خوست امنيه قوماندان همدارنګه وويل، چې د سيدامين تر وژنې وروسته له هغه سره ځانمرګي بريدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړې او هغه هم وژل شوی دی.

د ده په خبره، په چاودنه کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د کونډيو د سيمې يوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې لومړی يې د سپکو وسلو د ډزو غږونه واورېدل او بيا لږه شېبه وروسته د يوې چاودنې غږ واورېدل شو.

نوموړي وويل، چې په دغه پېښه کې يې د ځينو کسانو د مړينې په اړه يو څه واورېدل، خو کره شمېر يې چا ته نه و معلوم.

د دغو کسانو د وژنې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.