Language

د پکتيا والي د ګوښه کېدو غوښتنه وشوه

ګردېز (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٣): د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکو د لاريون په ترڅ کې د دې ولايت د والي د ګوښه کېدو او اصلاحاتو د راوستو غوښتنه وکړه.

له تېرې ورځې راهيسې په دې ولايت کې يو شمېر کسان د ”پکتيا ژغورنې حرکت” په نامه د والي جمعه خان همدرد د ګوښه کولو په پلمه لاريون  او اعتراضيه غونډې کوي.

تېره ورځ هم  دغو کسانو اعتراضيه غونډه درلوده او نن هم لسګونه کسانو په ولايت کې په همدې موخه لاريون ترسره کړ.

د دې لاريون يوه ګډونوال ضياءالدين پژواک خبري اژانس ته وويل، له حکومت څخه غواړي  چې د دې ولايت والي جمعه خان همدرد دې له دندې ګوښه کړي.

نوموړی وايي، چې تر هغه به لاريونونو ته دوام ورکوي  څو غوښتنې يې نه وي منل شوې.

يوه بل لاريون کوونکي نور احمد رښتياوال پژواک ته وويل چې نوى حکومت بايد دې ولايت ته بل والي را ولېږي،څو په دې ولايت کې د شته ادارې فساد مخنيوى وکړي.

خو د پکتيا چارواکي بيا وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ځينو کړيو په سپارښتنه يې د دې ولايت والي پر ضد لاريون او احتجاجيه غونډه کړې.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک ته وويل ، لاريون کوونکي د يو شمېر هغو کسانو له خوا تحريک او حمايه کېږي،چې په ټاکنو کې يې د دوی  ټيم له خوا ماتې خوړلې ده.

نوموړی وايي په پکتيا کې څو محدود کسان هڅه کوي چې دغسې لاريونونه وکړي ، خو دوى به ورسره قانوني چلند وکړي.

دی وايي په پکتيا کې اداري فساد په هاغه کچه نشته لکه څومره يې چې لاريون کوونکي يادونه کوي او دوی هر ډول حساب ورکولو ته تيار دي.

نننی لاريون چې دګردېز ښار مرکزي څلورلارې کې وشو لاريون کوونکو په کې د ولايتي ادارې پر ضد شعارونه ورکول.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس سردار خان ملنګ زوی پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک حق لري چې لاريون وکړي ، خو دې لاريون کوونکو ورته د لاريون په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم ورسره مشوره کړې.

دی وايي ،چې دوی دې له ولايتي شورا او نورو ارګانونو سره کېني او خبرې دې ورسره وکړي چې په ګډه دغه ډول مسئلو ته د حل لاره پيدا شي.

له تېر يوه کال راهيسې دغو کسانو څو ځله د اصلاحاتو د راوستو په نوم د پکتيا د والي پر ضد لاريونونه کړي، خو چارواکي وايي دا کسان د ځينو کړيو له خوا را پارول کېږي ، خو د دې کړيو نومونه نه افشا کوي.

Related Topics