Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ښار کې د ترافيکو د مدير پر ضد لاريون وشو

جلال اباد (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): لسګونو کسانو په جلال اباد ښار کې د ترافيکو د مدير پر ضد لاريون وکړ.

دغه کسان چې د مرغومي په ٢٢مه د جلال اباد ښار د شهيد ادم خان په تلاشۍ چوک کې راټول شوي وو، د ترافيکو د مدير پر ضد يې شعارونه ورکول.

د محمد حسين په نوم يوه کراچۍ وان پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د ترافيکو موټر په دې څلورلاره کې يو کراچۍ وان وواهه او په خپله مخه ولاړ.

هغه زياته کړه چې ياد کراچۍ وان ټپي دى او اوس په روغتون کې بستر دى.

دى وايي چې هره ورځ د جلال اباد ښار ترافيک غريب او بېوزله خلک ځوروي او په غير قانوني توګه ترې پيسې غواړي.

د شهيدادم خان په څلورلاره کې يوه دوکاندار جميل پژواک ته وويل چې پرون يو کراچۍ لرونکى د ترافيکو د مدير له موټر سره ولګېد او ټپي شو.

د هغه په وينا، نن لسګونو کسانو لاريون وکړ او هڅه يې کوله چې د ترافيکو د مدير موټر وسوځوي، خو د پوليسو له خوا پرې هوايي ډزې وشوې او خلک تيت کړل.

بلخوا د ترافيکو مدير نه مني چې کوم کراچۍ وان دي د ده پر موټر وهل شوى وي.

هغه زياته کړه: ((د شهيد ادم خان څلورلارې چې له يوې خوا ساحه يې تنګه او شاوخوا يې د کراچۍ وانانو له خوا نيول شوې، موټروانانو ته يې ستونزې جوړې کړې وې، موږ هم وپتېيله چې ياده څلورلاره پاکه کړو.))

د ترافيکو مدير زياته کړه، کوم کس چې روغتون ته ور وړل شوى مرګي يا بله کومه ناروغي يې درلوده چې له امله يې ضعف کړی و.

د ننګرهار د حوزوي روغتون رييس ډاکتر همايون زهير پژواک ته ومنله چې پرون له يادې پېښې دوی ته يو تن ور وړل شوى چې روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.