Language

د منګلو او مقبلو ترمنځ جګړه روانه ده

خوست (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٣): د خوست د نادرشاه کوټ او موسی خېلو اوسېدونکي وايي، د دې ولسواليو ترمنځ سيمه کې د دوو قومونو منګلو او مقبلو ترمنځ د غره او ځمکې د ملکيت پر سر سخته نښته روانه ده، چې ټول درنې وسلې کاروي.

د موسی خېلو يوه اوسېدونکي بادشاه ګل، چې د نښتې له ځايه يې پژواک خبري اژانس سره خبرې کولې، وويل چې نښته نن غرمه مهال پيل شوې او يواځې په کې له درنو وسلو کار اخيستل کېږي.

هغه زياته کړه،چې په نښته کې راکټ، هاوان، ميزاييل، دهشکې او ځينې نورې درنې وسلې کارول کېږي.))

د دغې جګړې يوه بل عيني شاهد خان وزير وويل، چې د دواړو قومونو سلګونه کسان د موسی خېلو د بازي او د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د اوم له سيمو پر يو او بل د درنو وسلو بريدونه کوي.

نوموړي  وايي: ((نښته شېبه په شېبه سختېږي. تر اوسه حکومت مداخله نه ده کړې، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرم، خو يو شمېر توغندي، د مقبلو پر کورونو لګېدلي دي.))

په همدې حال کې د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان پژواک ته وويل، د جګړې د درولو په اړه يې له امنيتي او مُلکي چارواکو سره په يوه بېړنۍ غونډه کې د پوځي حرکتونو پرېکړه کړې ده.

دى وايي: ((زموږ  امنيتي ځواکونه تيار دي، چې مداخله وکړي، خو د دې لپاره چې مُلکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، لومړۍ مو هڅه دا ده، چې د يوې هوکړې له لارې نښته ودروو.))

هغه ادعا وکړه، چې دا ځل د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ دغه رامنځته شوې نښته، د غره او ځمکې د ملکيت پرسر نه ده، بلکې لامل يې د حکومت وسله وال مخالفين دي، چې د دواړو قومونو ترمنځ اختلافات رامنځته کوي.

يوې بلې دولتي باوري سرچينې، چې نوم خپرول يې نه غوښتل، دا ومنله، چې نښته ورو، ورو سختېږي او دواړو غاړو ته راغونډ شوي سلګونه خلک پر يوه او بل د درنو وسلو ډزې کوي.

دې سرچينې هم وويل، چې دغه نښتې د وسله والو طالبانو د سيمه ييزو قوماندانو ترمنځ له اختلافاتو سرچينه اخلي او له خپلو شخصي ګټو قومي خلک قرباني کوي.

که څه هم د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د ملکيت  پرسر لانجه د ولايتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړيتوب څه موده مخکې هواره شوې، خو له دې سره، سره به يې کله ناکله يو او بل ته ګواښونه کول.

Related Topics