Language

د دوو قومونو تر منځ نښته کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

خوست (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې په خوست کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر وسله واله شخړه کې د يوې ښځې او ماشومانو په ګډون اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا شپږ ساعته شخړه تېره ورځ د دې ولايت د نادرشاه کوټ او موسی خېلو ولسواليو ترمنځ د غره او ځمکې د ملکيت پر سر د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ رامنځ ته شوې او اوس پاى ته رسېدلې ده.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نښتې په ترڅ کې د مقبلو د اوم په کلي کې پر يوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله يوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومانې ټپيانې شوې دي.

مبارزځدراڼ زياته کړه: ((د مقبلو يو نارينه هم وژل شوی. د منګلو لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه يې کره معلومات په لاس کې نه لرو.))

هغه وويل، چې ګډو امنيتي ځواکونو تر جګړې وروسته د شپې ټوله سيمه کلابنده کړې او په مورچو کې ناستو قومي وسله والو ته د خوځېدو اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه يواځې دې ته منتظر دي، چې مرکزي حکومت په جګړه کې د ښکېلو کسانو د نيولو او له هغوی څخه د وسلو راټولو امر ورکړي.))

په همدې حال کې د سيمې يوتن اوسېدونکي بهادرخان پژواک اژانس ته وويل، چې د مقبلو لور ته د يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي، دوه سړي او دوه ماشومانې ټپيانې  شوې دي.

بهادرخان زياته کړه، چې د منګلو يو نارينه هم وژل شوی او يو بل ټپي دی.

هغه دا هم وويل،چې د مقبلو د اوم په کلي کې يو شمېر کورونو ته اور هم اچول شوی خو چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د منګلو يو تن چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، چې بې شمېره ګډ امنيتي ځواکونه ورغلي او له يو او بل څخه په څومترۍ کې ګوته په ماشه ولاړ دي.

د منګلو او مقبلو ترمنځ دغه وروستۍ وسله وال نښته، چې زياتره په کې درنې وسلې وکارول شوې، پرون غرمه مهال پيل او ماښام ناوخته پای ته ورسېده.

د دوی ترمنځ د تېرو څو کلونو په اوږدوکې د وسله والو نښتو په پايله کې دواړو غاړو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه وژل شوي دي.

دغه وروستۍ جګړه داسې مهال رامنځته کېږي، چې څه موده وړاندې د ولايتي ادارې او قومي مشرانو په منځګړيتوب دغه ستونزه هوارې شوې وه او قسم يې هم کړی و، چې بيا به دغې ستونزې ته لمن نه وهي.

ځايي چارواکي وايي، چې دا ځل د هغوی ترمنځ ياده وسله واله نښته، تش په نوم د غره او ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې، خو تر شا يې د حکومت وسله وال مخالفين په ځانګړي ډول وسله وال طالبان لاس لري.

د ځايي چارواکو د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو او يا د حکومت کومې بلې وسله والې مخالفې ډلې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Related Topics