خوست (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٣): د پکتيکا د ځينو ولسواليو سيمه ييز پوليس او اوسېدونکي، پوليس د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن بولي، خو په خپل وخت يې اکمال ته په نه پاملرنې نيوکې کوي.
دا مهال د دغه ولايت په نهو سرحدي او ځينو نورو ولسواليو کې څه باندې دوه زره سيمه ييز پوليس فعال دي، چې د چارواکو په وينا، د حکومت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه يې له خنډ سره مخ کړي دي.
د يحيی خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، چې حکومت له طالبانو سره دښمنۍ ته اړ کړل، خو اوس يې پوره ملاتړ نه کوي.
نوموړي وويل، هغه وسلې او نور جنګي وسايل، چې وسله وال يې لري، له دوی سره نه شته، نو له همدې امله د وسله والو پرضد د مبارزې لپاره بېلابېل ډوله وسلو او مهماتو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه: ((موږ د هېواد د دښمنانو پرضد راپورته شوي يو،خو حکومت ورته تړلي يو. يواځې يې يو کلاشينکوف په لاس کې راکړی. موږ نورو وسلو ته جدي اړتيا لرو نو زموږ اکمال ته دې پاملرنه ډېره شي.))
د پکتيکا سيمه ييز پوليس او اوسېدونکي، چې له دغو پوليسو ملاتړ کوي، وايي د طالبانو پر ضد به خپله مبارزه دوامداره وساتي.
د دې ولايت يوتن قومي مشر اخترګل پژواک اژانس ته وويل، د امنيت د ټينګښت په برخه کې هغه مهال خپلې موخې ته رسېدلی شي، چې حکومت يې پوره ملاتړ وکړي.
نوموړي په دې اړه وويل:((حکومت ته ورځو، خپلې ستونزې ورته وايو،خو څوک مو غږ نه اوري. زموږ سيمه ييز پوليس بايد پياوړي شي. پرته له يوه کلاشينکوفه يې نور څه نه دي ورکړي.))
د پکتيکا د يحيی خېلو ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل خان پژواک اژانس ته وويل، چې که حکومت پوره تجهيزات هم ور نه کړي، بيا به هم د وسله والو پرضد خپله مبارزه روانه وساتي.
هغه وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو پرمټ يې تر ډېره بريده په خپلو سيمو کې د حکومت د وسله والو مخالفينو د ورانکارو فعاليتونو مخنيوی کړی دی.
ګل خان زياته کړه:((موږ په هره بيه له خپلې خاورې دفاع کوو، مرګ پر موږ د خدای پور دی، په کيسه کې يې نه يو. که دښمن اوس راځي، رادې شي او که بيا راځي رادې شي،موږ ورته تيار يو.))
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل دا مني، چې دغو پوليسو ته درنې وسلې نه دي ورکړل شوې، ځکه چې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل له پيله په پروګرام کې نه وې نيول شوې.
نوموړي پژواک اژانس سره په خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې سيمه ييز پوليس په پکتيکا کې د امنيت په برخه کې ډېر ښه ثابت شوي او له همدې امله غواړي، چې خپله پاملرنه ورته زياته کړي.
ملاخېل زياته کړه:((په خپله ولسمشر اشرف غني هم د سيمه ييزو پوليسو له اغېزمنتيا ډېر خوښ دی. انشاالله د سيمه ييزو پوليسو ځينې ستونزې، چې اوس ورسره مخ دي، ډېر ژر به هوارې شي.))
نږدې دوه اوونۍ وړاندې د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان جنرال عليشاه احمدزي ګردېز ته د خپل سفر پرمهال د دغو پوليسو اغېزمنتوب ته په کتو د پياوړي کولو کلکه ژمنه وکړه.
احمدزي ويلي، پلان لري چې د سيمه ييزو پوليسو د تجهيزاتو او اکمال ترڅنګ يې تشکيلات زيات او ماموريت يې د هېواد ځينو هغو سيمو ته هم پراخ کړي، چې په نسبي ډول ناامنه دي.
امنيتي چارواکي په دې نظر دي،د يو شمېر ولايتونو په هغو سيمو کې چې سيمه ييز پوليس رامنځته شوي، تر ډېره بريده د حکومت د وسله والو مخالفينو د ورانکارو فعاليتونو مخه نيول شوې ده.